د افعانستان د ملي رادیو تلویزون د پخوانۍ سندرِغاړې میرمن رخښانې د مړینې په مناسبت د ښځو چارو وزارت د ډاډ ګیرنې پيام

انا لله وانا الیه راجعون
په خورا خواشینۍ او ژور خپګان مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د ملي تلویزون پخوانۍ نامتو سندرغاړي مرحومې رخښانې د امریکا په متحده یالاتو کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
مرحومه رخښانه د هیواد لمړۍ سندرغاړې ده چې د کابل په ښارکې زږیدلې اوخپلې زده کړې یی د ملالۍ په لیسه کې ترسره کړې دي.
مرحومه رخښانه چې اصلی نوم يي حمیده دی، لمړۍ سندرې ویل یی د زینب ننداري له ستیژ څځه پیل کړې. او بیا د خپل پلارجنرال اصیل خان په هڅونه رادیو ته لاړه، په لمړې سر کې یی د فروزان په نامه سندرې ویلې اوبیا د رخښانې په نوم نامتو شوه.
د هغې سندرې نه یوازې په هیواد کې بلکه په ایران او تاحکستان کې هم ډير شهرت لري نومړې ۶۰۰ سندري په رادیوافغانستان کې ثبت کړې دي او یاده نامتوسندرغاړې له اته ویښتوکالو راهیسې له خپلې کورنۍ سره په امریکا کې اوسیدله.
د ښځو چارو وزارت مشرتابه د میرمن رخښانې د مړینې له کبله خپل د خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې پیام وړاندې کوي ، د الله تعالی له درباره مرحومې ته فردوس جنت اوکورنۍ ته یی جمیل صبرغوښتنه کوي.
د ښځو چارو وزارت مشرتابه