دښځو چارو وزارت مبارکی پیغام

mowa_af
mowa

ښځو چارو وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ پيغام د مېرمنو روغتيا نړيوال سازمان د سلو غوره ښځينه نرس او قابلو مشرانو په نوملړ کې د شکريې مسافرزاده غوره کيدو په هکله.

د افغانستان د روغتیا سکتور اتلانو یو ځل بیا ویاړ راوبخښه. قابلې او نرسانې د هیواد د وګړو د روغتیا په ساتلو کې لوی رول لري.

په ډېر وياړ مو خبر ترلاسه کړ چى د هيواد نرسه او قابله شکريه مسافرزاده د مېرمنو نړيوالې روغتيا په سازمان کې د سلو غوره ښځينه نرس او قابلو په نوملړ کې غوره شوى ده.

دا لويه بريا او وياړ خپلو هيوادوالو په ځانګړې توګه افغان مېرمنو ته مبارکى وايم او د لوی خدای له دربار څخه د روغتیا په برخه کې د هیواد د اتباعو په خدمت کې د هغوی د لا بریاو لپاره دعا کوم.