د وزارت د پروګرامونو د ښه انعکاس په موخه د ښځو چارو د وزارت او د ملی رادیو تلویزون ترمنځ همغږي.

mowa_af
Sat, Nov 21 2020 5:34 AM
mowa

آغلې حسینه صافۍ د ښځو چارو سرپرست نوماند وزیر د ملی تلویزون له رئيس شاغلی محمد اسماعیل میاخیل سره ولیدل

په دې کتنه کې حسینه صافي د ښځوچارو سرپرست نوماند وزیرد رسنیو رول د ښځو دحقونو په هکله دعامه فکرونود ویښتیا په برخه کې اغیزمن وګاڼه او په عین وخت کې يي د ملی تلویزون څخه وغوښتل چې د ښځو په تړاو د دې وزارت د پروګرامونو د نشر او خپرونې په برخه کې له دې وزارت سره مرسته وکړي

د ښځوچارو سرپرست وزیرتینګار وکړ چې د ټولنې پوهاوی اوروڼتیا د رسنیو له مسئولیتونو څخه ګڼل کیږي له همدې کبله رسنۍ د یوه اغیزمن عنصر په توګه کولای شي د ټولنې د پوهاوي د لوړتیا په برخه کې رغنده رول ولوبوي

په دې کتنه کې د ملي رادیو تلویزون رئيس د ښځو چارو او ملي تلویزن ترمنځ د همغږي او مرستو څخه ستاینه وکړه او د ښځو د پوهاوي او او ګړنو د انعکاس په برخه کې يي د خپلو مرستو په ژمنو تينګار وکړ

Latest news

Wed, Oct 14 2020 10:59 AM
Background image

Ministry of Women affairs celebrated girl’s day with a glorious ceremony.

From the international girl’s day celebrated with the presence It Hssina Saffi Acting Minister for Ministry of Women Affairs, Ministers Education, Hajj and religious affairs, Labor and. . .

BACK TO NEWS