حسینې ساپۍ، د ښځو چارو وزارت سرپرستې او نوماند وزیرې نن له غرمې مخکې د کندهار ولایت له ځوانانو سره د دغې وزارت په مقر کې وکتل.

mowa_af
Wed, Jul 29 2020 4:14 AM
mowa

په دغه کتنه کې، میرمن ساپۍ، ته د ښځو چارو وزارت د سرپرستې وزیرې په توګه د ټاکل کیدو مبارکۍ ویلو په ضمن کې د مختلفو مسایلو په اړه له هر اړخیزو بحثونو وروسته د کندهار ولایت ځوانانو، د ښځو چارو وزارت څخه په کندهار ولایت کې د خوندي کورونو په جوړولو، د کار او سوداګرۍ ساحه، د ښځو د حقونو د تحقق په برخه کې د دیني عالمانو لخوا په جوماتونو کې د عامه پوهاوي برنامې پر لاره اچول، په ځانګړي ډول دوی ته د میراث حق ورکول، د انجونو تعلیم ته پاملرنه او په ورته وخت کې د نالوستو میرمنو روزنې لپاره ځانګړی کړنلاره رامینځته کول، د انجونو ښوونځیو لپاره د کومک شویو پیسو له بی ځایه مصرفیدلو مخنیوی او د کندهار د مرستیال والي په توګه د یوې میرمنې انتخاب په برخو کې د همکارې او پاملرنې غوښتنه یې وکړ.

حسینې ساپۍ، ښځو چارو وزارت سرپرستې او نومانده وزیرې د کندهار ولایت د ځوانانو غوښتنو او نظریاتو له اوریدو وروسته ؛ په ولایتونو، په ځانګړي توګه کندهار ولایت کې د برنامو پلي کولو او د میرمنو د پیاوړتیا کولو په برخه کې ژمنه وکړه او له دوی څخه یې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ.