د پالیسي او مسلکي چارو مرستیالۍ د آکسفام د انکشافي خپرونو عمومي مدیر سره ولیدل

mowa_af
Thu, Feb 27 2020 7:09 AM
mowa

آغلۍ میرمن سپوږمۍ وردګ، د ښځو چارو وزارت د پالیسي او مسلکي چارو مرستیالۍ د روان کال د کب میاشت په اوومه  نیټه له ښاغلی فضل امیري، او د هغې سره مل هیئت د خپل کار په دفتر کې ولیدل.

په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د یو هوکړه لیک پر اساس د 2020 ام کال په لړ کې د هیواد د ښځو په برخو کې د کارونو د پیل په اړه خبری اتری وکړی.

همدا راز آغلې وردګ، د آکسفام د موسسۍ څخه وغوښتل چې په هوکړه لیک کې په ځینو ولایتونو کې د جنګ او اضطرار په حالاتو کې د ښځو څخه د حمایت څرنګوالې هم ترلاس لاندی ونیول شي. او ټینګار وشو ترڅو په روان میلادي کال کې یاده شوي موسسې د بودجې د مصرف څرنګوالې او ځینې نورمشخصات په هوکړه لیک کی ذکر کړي.

دا په داسې حال کي ده چې د آکسفام موسسۍ د بشر دوستانه، ټولنۍ پراختیا، جنسیتي برابرې، اقتصادي برابرې او ښه حکومتدارې په برخو کې د هیواد په 13 ولایتونو کې فعالیت کړي دي او اوس مهال په ډیرې ولایتونو کې په عملي توګه فعالیت لري.