ښار ته د نوي کتنې تر سر لیک لاندی د یو ملي کنفرانس د پرلاره اچونې په اړه لیدنه او خبری اتری

mowa_af
Thu, Jan 02 2020 6:10 AM
mowa

الحاج آغلی میرمن سپوږمۍ وردک، د ښځو چارو وزارت د پالیسی او مسلکی چارو مرستیالې د روان کال د مرغومی میاشت په ۱۱ مه نیټه له ښاغلی نجیب الله نجیب، د JUSSP برنامی مسؤل سره د خپل کار په دفتر کی ولیدل.

په دغه لیدنه کې لمړی ښاغلی نجیب، د پالیسی او مسلکی چارو مرستیالې ته د افغانستان ښځو په ګدون د کابل ښاروالی له لور د یو ملي کنفرانس  (ښار ته د نوي کتنې په نامه) چې هدف یې د ښځو برابر ګدون د ښارونو د پراختیا په برخه کې دی معلومات وړاندی کره او د یاد کنفرانس د پرلاره اچونی او تخنیکی برخو کې د میرمن سپوږمۍ وردګ، د ښځو چارو وزارت د پالیسی او مسلکی چارو مرستیالې څخه د همکاری او لارښوونې غوښتنه یې وکړه چې په دغه برخه کې آغلې میرمن وردګ، له لور څخه مسلکي، موهم او ارزښتناکه وړاندیزونه او لارښوونه وشوه.