دښځو چارو وزارت وزیره د پرمود ( مشارکت) ریئسه سره دلیدنه

mowa_af
Sun, Nov 10 2019 8:23 AM
mowa

جلالتمآب آغلې میرمن دلبر نظري، د ښځو چارو وزارت وزیرې، نن د لړم میاشت په 19 نیټه د پروموت ( مشارکت ) رئیسې سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.

په دغه لیدنه کې دواړو لور پر مختلفو مسایلو باندې، له هغی جملې څخه د ښځو پر وړاندی د تاویریخوالی له منځه وړلو د 16 ورځنی کمپاین شروع په اړه خبری اتری وکړی.

همدا راز په دغه لیدنه کې میرمن دلبر نظري، د حکومتي او غیر حکومتي بنسټونو په همکاری سره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی له منځ وړلو نړیوالې ورځ په هکله معلومات ورکړه. ورپسې بیا په همدی اړه آغلې آندرا په مختلفو برخو کې د ښځو چارو وزارت وزیرې ته د همکاری ژمنه وکړه او همدا رنګه د آغلې میرمن دلبر نظري، د ښځو چارو وزارت وزیرې، څخه يې دعوت وکړه ترڅو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې له منځه وړلو نړیوالې ورځ د لمانځلو په خاطر په امریکۍ سفارت کې ګدون او وینا وکړي.