په ولایتونو کې د ښځو چارو له ریاستونو سره د ټولنیزو معاونیتونو همغږي د ښځو د وضعیت د ښه والي لامل کېږي.
سه شنبه د زمري ۱۹ مه ۱۴۰۰
حسينه ساپۍ د ښځو چارو وزارت سرپرستې له مېرمن رابعه ستانکزۍ د لو ګر ولایت د ټولنيزې چارو له مرستیالې سره ولیدل او د امنیتي وضعیت، ولایتونو کې د ښځو ترمنځ د همغږی ګروپونو جوړول د هغوی د ستونزو شریکولو په موخه، له زرغونې ساحې څخه د جوړونې ساحې ته د اقتصادی او ټولنیزمرکز د مځکې لیږد ، د ښځو دمربا جوړونې کورس د فعالیت له پیل څخه ملاتړ، د اووم ټولګې څخه تر دوولسم ټولګې نجونو ته په ولسوالیو او مرکز کې د دولت د وسله والو مخالفینو له لوری مکتب ته د تګ اجازې نه ورکولو او د خلکو د اندیښنو په اړوند بحث او خبرې اترې وشوې . د ښځو چارو سرپرستې د یادو ستونزو د حل په موخه له هڅو، یادې ستونزې له اړوند ادارو او همداشان د نجونو د زده کړو په برخه کې د عدالت غوښتنې اود سولې په خبرو کې له مذاکره کوونکې پلاوي سره د یادو ستونزو مطرح کولو ژمنه وکړه .
