د ښځو چارو وزارت د خوا خوږۍ او ډاډ ګېرنې پیغام

mowa_af
mowa

په ډیره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دواخان مینه پال د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز ریٔس د کابل د دارلامان په سېمه کې د یوه تروریستي برید په پایله کې په شهادت رسېدلی دی.

انا لله و انا الیه راجعون

د ښځو چارو وزارت مشرتابه  د دې تروریستي پیښې د غندلو تر څنګ خپل د ډاد ګیرنې او خوا خوږی مراتب د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت مشرتابه، د مرحوم کورنۍ اود هېواد ټولو رسنیو ته وړاندې کوي، د لوی څښتن تعالی له درباره شهید ته فردوس جنت اود هغه  کورنی ته د جمیل صبر غوښتنه کوي.

شهید مينه پال خپل ګران عمر د رسنیو برخه کې د هېواد  په چوبړتیا کې تېرکړدی هغه د رسنیو له لارې د ښځو د فعالیتونو د انعکاس په برخه کې د دې وزارت نږدي ملګری ؤ.