په ولایتونو کې د ښځو چارو ریاستونه د ښځو اړوند مسٔلو د څیړلو پته

mowa_af
Sun, Aug 01 2021 11:41 AM
mowa

یکشنبه د زمری ۱۰ مه ‍۱۴۰۰
حسنې ساپۍ د ښځو چارو سرپرست وزيرې د مشرتابه پلاوی په غونډه کې چی د ۱۵ ورځنیو کړنو د ارزونې په موخه د اقتصادی چارو د پیاوړتیا مرستیالې، د ښځو د عالی شورا سلاکار، مرکزی رئسانو، امرینو او ځینو ولایتی ریٔسانو چې په انلاین توګه یې په غونډه کې ګدون کړی ؤ د پورته مطلب څخه یاد ونه وکړه.
د ښځو چارو سرپرست وزیر ښځو ته د چوپړتیاوو په برخه کې د انجیو ګانو کړنې ګټورې و بللې او اړونده ریاستونه ته يې لارښوونه وکړه تر څو هغه انجیو ګانې ته چې د ښځو د اقتصادی پیاوړتیا په برخه کې کار کوی خبر ورکړې تر څو له دې وروسته خپل فعالیتونه او پلانونه له دې وزارت سره شریک کړۍ.
د ښځو چارو سرپرست وزیرد کورنیو بېځایه شویو ستونزو ته په اشارې سره ښځو چارو ریاستونو ته لارښوونه وکړه تر څود کډوالو ښځو دستونزو د حل لپاره د شته شونتیاوو سره د ولایت له اړونده ادارو سره په همغږی مرسته وکړي.
میرمن ساپۍ هغه ګنګوسې چې ۲۰۰۰ ښځو د امریکا متحده ایالانو هیواد ته د پناغوښتنې راجع کولو برخه کې د ښځو چارو وزارت رول یوه شایعه و بلله او هغه یې رد کړه .
د ناستې په دوام نذیره رحمان د اقتصادی چارو د پیاوړتیا مرستیالې د یاد معنیت د ۱۵ ورځو سترو کړنو رپورت د ناستې له ګډونوالو سره شریک کړ.
ورپسې منيژې طیب زاده مالی او اداری ریٔسې د بودیجې د لګښتونو په هکله معلومات وړاندې کړل چې د یادو معلوماتو پر بنسټ ستونزو ته په کتوسره ۱۲ سلنه د وزارت په عادی بودیجه کې کمښت(کسر) را منځ ته شوی.
بیا د بامیانو، بادغیس، کندز، ولایتونو ریٔسانو د خپلو لاسته راوړنو او ستونزو په تړاو معلومات وړاندې کړل یو شمیر رئسانو د ښځو په وړاندې د امنیتې ګواښونو په هکله د خپلې اندیښنې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې . او په دې اړوند د وزارت مشرتابه اړینې لارښوونې وکړې .
ياده ناسته د متفرقه احکاموتر هر اړخیزو بحثونووروسته پای ته ورسېده.