په بېلا بېلو کچو د ښځو د پر مختګ لپاره هڅې د ښځو چارو وزارت بنسټيزې موخې دي

mowa_af
Tue, Jul 20 2021 4:53 AM
mowa

نذیره رحمان د ښځو چارو وزارت د اقتصادي ځواکمنۍ مرستیالې د ملګرو ملتو د صنعتي پراختیا د دفتر ( UNIDO ) دفتر له استازي سره وکتل او ښځو ته یې د نرم افزارو په برخه کې,
په اقتصادي- ټولنيزو مرکزونو په ځانګړي توګه هرات ولایت کې د نجونو روزنې برخه کې د یاد سازمان د مرستو په تړاو خبرې وکړې.

همدارنګه د UNIDO دفتر استازي په یادو برخو کې د ښځو چارو وزارت سره د مرستې غوښتونکی شو تر څو له دې لارې د هېواد ښځو ته خدمت وشي.

سر بېره پر پور تنیو موضوع ګانو، د اقتصادي چارو مرستیالې د کليوالي اقتصاد د پراختیا WEE-RDP او WEE-NPP پروګرام په هکله هم خبرې وکړې او د ښځو پیاوړتیا په برخه کې یې یاد پروګرام ګټور وباله.

په پای کې پریکړه وشوه چې د هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته دواړه خواوې په رسمي توګه مرستې پیل او هغو ته پراختیا ورکړي.