د ولایتونو د ښځو چارو ریاستونو ته د کليوالي پراختیا پروګرام لیږد، د کلیوالي ښځو د ځواکمنۍ په پار اغیزمن دی.
شنبه د چنګاښ ۱۹مه ۱۴۰۰
نذیره رحمان د ښځو چارو وزارت د اقتصادي چارو د ځواکمنۍ مرستیالې د مالي کمېټې پر اړليکه ناسته کې چې ځېنې ولایتي او مرکزي ریٔسان هم ور سره وصل وو د دې وزارت د مالي څانګو د تېرو ۱۵ ورځو کړنې وارزولې.
په دې ناسته کې د اقتصادي چارو د ځواکمنۍ مرستیالې په هېواد کې د کلېوالي پراختیا فعالیتونه ګټور وبلل وې ویل: د بودېجې انډولېز لګښت او په کلیو کې د ښځو د ځواکمنۍ پروګرامونو او پلانونو پلي کول اغېزمن دي.
ورپسې مالي ریٔس او د WEE-RDP پروژې مسوولينو د ولایتونو د ښځو چارو ریاستونو ته د دې پروګرام د کاري برخو د لېږد بهېر څرنګوالي، صلاحیتونو، کاري وسایلو او دفترونو د تجهیزاتو په هکله معلومات ورکړل او په ورته مهال کې يې د دې پروګرام ننګونې او حل لارې د دې وزارت له مشرتابه سره شريکې کړې.
مېرمن رحمان د ننګونو تر اوریدو وروسته، په ولایتونو کې په اغېزمنه توګه د دې پروګرام د بودیجې د لګښت د کارسرعت په لا چټکتیا، کیفي چوپړتیاوو، او په لرو پرتو سيمو کې ښځو ته د خدمتونو د وړاندې کولو پر زمينې برابرولو ټینګار وکړ.
د متفرقه احکامو ترهر اړخیزو بحثونو وروسته یاده ناسته پای ته ورسېده.
