mowa
لیکونکی: زرمینه "لودین"

 

د ښځو پروړاندې په تاوتریخوالي کې د لوږې او بیکاری اغېزې

هر هغه عمل چې بلې خوا ته د درد ، رنځ ، رواني او فزیکي زیان لامل کیږي د "تاوتریخوالي" په نوم یادیږي. تاوتریخوالی ډیر ډولونه لري لکه رواني ، اقتصادي ، احساساتي او  فزیکي تاوتریخوالی. چې له بده مرغه یېلګي یې زمونږ په ټولنه کې لکه کورنۍ، کاري چاپریال، او همدا رنګه عامه ځایونو کې شتون لري.

د یادونې وړ ده چې میرمنې له هغه چا څخه د تاوتریخوالی چلند ډیر ویني کوم چې دوی غواړي ټول عمر  ورسره تېر کړي. د تاوتریخوالي رواني اغیزې په ځیانمنو کې نفرت او بدبختي رامنځته کوي. ځیانمنې میرمنې نه یوازې په ټولنیزو پریکړو کې د ګډون او نظر څرګندولو څخه محرومه کیږي بلکه دوی د ماشومانو، کور او کورنۍ اداره کولو او ساتلو وړتیا هم له لاسه ورکوي. البته د دې تاوتریخوالی ناوړه اثر یوازي په قرباني پورې محدود ندی او د کورنۍ نورو غړو باندي په ځانګړي توګه ماشومانو باندې هم بده اغیزه کوي. تر دي حده چې ټوله ټولنه اغیزمنه کیږي او یوه پدیده د "تاوتریخوالي دوران" رامینځته کوي چې په ټولنه کې تاوتریخوالی خپروي.                            

لکه څنګه چې پوه یاست د تاوتریخوالي لاملونه ډېر دي، خو د هغوی له جملې نه اقتصادي ستونزي د  تاوتریخوالي اصلي لامل ګنل کېږي. اقتصادي نیمګړتیاوي او فشارونه ، بیکاري او غربت ډیری کورنۍ د خورا سخت او کړکېچن حالت سره مخامخ کړي دي.     

د تیرو څو لسیزو جګړو وضعیت لا پېچلی کړی او د غربت کمولو هڅې یې له خنډ سره مخ کړي. له بده مرغه جګړه د دې لامل شوې ده چې هېواد د ځواکمن حکومت څښتن نشي. یو ضعیف او جګړه ځپلی حکومت نشي کولای چی د هیواد هرې یوې برخې ته خپل حاکمیت وغزوي نو له همدې امله  د هیواد په کچه پالیسي، د اقتصادي پراختیا او ټولنیز بدلون په شمول هیڅ کومه پرمختیايي برنامه سمه نشي پلي کېدای. او که پلي کېږي هم، نو سمه لاس ته راوړنه نشي  درلودلای.  چې له همدې امله او  د ورستیو ځېړونو پر بنسټ، افغان اولس د بې ساري لوږې سره مخ دی.

د نړۍ په شاته پاتې ټولنو او په ځانګړي توګه زموږ په هیواد افغانستان کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی دودیزې ریښې هم لري لکه په ټولنه کې د مساوي فرصتونو نشتوالی، د قوي اداري سیستم نشتوالی، د دولت او خلکو ویجاړ اقتصاد، بېسوادي ، د تعلیم کمه کچه، مطلق بېکاري او د کاري ساحو نشتوالی، د نارینه او ښځینه وو ترمینځ د مساوي حقونو نه مراعات کول، د سړو او ښځو د حقونو په وړاندې تبعیض، د کور او کورنۍ په شخصي ژوند کې د دوهم کس مداخله، په یو بل باندی د اعتماد او دقت نشتوالی او د بشري ازادي محدودیت، د قانون د سم تطبیق نشتوالی او د ښځو قوانینو او حقونو په اړه د عامه پوهاوي نشتون، له هغه عواملو څخه دي چې خلک د تاوتریخوالي چلند ته اړ باسي او تاوتریخوالی زیاتوي.                                              
د یادوني وړ یې بولم چې څه کم له دوو لسیزو راهېسي، د میرمنو او کورنیو ملاتړ کوونکو سازمانونو په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ډیر کار کړی دی خو لاهم په هیواد کې میرمنې د تاوتریخوالي قرباني دي. په دا موده کې د یاد سازمانونو  ډېره توجه د قوانینو جوړولو  او د متضررو ښځو ساتنۍ باندي متمرکزه وه؛ خو اساسي‌ لاملونه ته چې هغه اقتصادي‌ستونزي‌ او لوږه ده کمه او د پام وړ توجه نه ده شوې. 

له دې حقیقت نه څوک سترګې نه شي‌ پټولای چې د یوې شتمنې کورنۍ مشکلات د یوې فقیرې کورنۍ په پرتله ډېر کم وي. د زیاتو‌ قضیو اصلی لامل فقر او د کور د خاوند بېکاري او بی روزګاري‌ وي. که څه هم د افغانستان اساسي قانون د کار حق ټولو وګړو ته پېژندلی دی، خو د کار موندنې برخه کې یې د پام وړ ګامونه نه دي پورته کړي.  

د نورو هڅو تر څنګ، دولت او شته سازمانونه دي‌ اقتصادي ودې او کار موندې برخې ته کره  پاملرنه وکړي. به اساسي‌ توګه دي‌ د فقر لاملونه وموندي او دایمي حل لاره دي ورته ولټوي. د نارینوو کار موندني تر څنګ، غیر دولتي‌سازمانونه دي‌ د ښخو اقتصاد او کورني اقتصادي‌کار ته ښه توجه وکړي. همدا راز، د اقتصادي مبارزې تر څنګ، د  دیني تعلیماتو وده او د ښځو د حقوقو په اړه خبرداری او عامه پوهاوی د دیني مراکزو له لارې د تاوتریخوالي کچی کمولای شي.