له جنسیتی تاوتریخوالو څخه دژغورلو دلارو چارو پلټنه

 

سریزه

mowa
فاروق ثواب، د ښځو چارو وزارت فرهنګی سلاکار

تاوتریخوالی، زموږ کور، کهول او ټولنې ته ستر ګواښ دی. له ښځو سره تاوتریخوالی زمونږ د ټولنې لویه غميزه ده. ځکه عدالت پلوه وګړي او سازمانونه، هغه غندي او د ښځو له حقوقو څخه ملاتړ کوي.

جنسیتي تاوتریخوالی چې له پخوا زمانو څخه زمونږ نرواکې ټولنې ته په میراث پاتې ده، د ښځو د پرمختګ، مخه یې ډب کړې ده. حال دا چې د ښځو پر مختګ په خپل وار سره د ټولنې د پرمختیا سبب ګرځي.

عدالت پلوه ځواکونه د لاندينیو لاملونو او وړاندیزونو په پاملرنې سره کولای شي د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په لاره کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي:

۱- تر هرڅه د مخه د دغه رنځ د درمل لپاره د هغې د لاملونوعلمي پېژندنې ته اړتیا ده. پرته له دې نشو کولای د تاوتریخوالي ټغر، را ټول کړو. د دې لپاره باید د تاریخ، ټولنپوهنی او ارواپوهنې د علماوو په ګډون، یو علمي او څیړنیز کنفرانس جوړ شی. 

۲- په لنډ مهاله موده کې د نرواکې د کړو وړو تعدیلول چې په ټولنه کې یې ژورې جرړې غزولي دي، او عدالت یې برمته کړی دی، ناشونې ده، اوږد مهاله او تدریجي هلې ځلې غواړی. دا بهير د نسلونو له تغییر سره تړاو لري. راځی چې نوي نسلونو ته د مینې او یووالي فرصتونه برابرکړو، نه داچې دهلکانو او نجونو تر منځ د ټولنیز واټن په ډیرولو سره، بیاهم کرکه او تبعیض وپاروو. 

۳- د زورواکۍ ( تاوتریخوالي) بدلون له نورو بنسټونو سره تړلي ده. کله چې د یوې عنعنوي ټولنې نور وروسته پاتی بنسټونه متحوله شي، تاوتریخوالي چې زمونږ د اقتصادی او فرهنګی ټولنې د فقر یوه بربنډه بېلګه ده، خامخا متاثره کېږي او بدلون مومي. تاوتریخوالي د مدنیت، ټکنالوجي او بریښنا له پراختیا او ودې سره، برعکس ښکته رالویږي. پرته له دې اړخونو د تاوتریخوالي د ورکولو لپاره زیارونه، کومه رغنده پایله نلري.

۴- دودونه که څه هم ملې هویت څرګندوي، خو په دې دودونو کې ځينې اړخونه د زمانې په تېرېدو سره، خوسا شوي دي، د تاریخ تېر شوي ( انقضا) شیانو څخه ګټه اخیستل، پرته له زیانه، بله کومه ګټه وټه نلري. د تبعیض په زهر جنو او وراسته شوو توکو باندې ډېر وګړي مسموم شوي دي چې هغو لپاره ځان پیژندنې او رواني درملنې ته اړتیا ده. دا دودونه چې د زمانې له غوښتنو او بدلونونو سره جوخت، ندي بدل شوي، د پایښت وړتیا نلري، ځکه حذفول یې غوره کار دی.

له هغه ځایه چې د هرې سیمې دودونه توپیر لري، باید هره ستونزه په خپل ځای کې د شرایطو په پام کې نیولو سره وڅېړل شي او ورسره مناسب چلند وشي. د هېواد په ځینو برخوکې ښځو پورې اړوند، خورا ښې بیلګې هم لرو چې باید په ټوله کې تعمیم شي. په نورستان ولایت کې د ښځو د مهر نفس حق په قطعي توګه ادا کېږي او د شغنان په ولسوالۍ کې ښځو سره د تاوتریخوالي ټیټه کچه، د علمی او تحقیقاتي مطالعې وړ ده. د دغو بیلګو د مطالعې او څېړنې لپاره باید ځانګړې ډله موظفه شي.

۵- تاوتریخوالي یواځې د حکومتي جزایي قوانینو په وسیله نه کابو کیږي. د وګړو د بیا روزنې لپاره په قوانینو کې ځینې تربیتي او تشویقي جهاتو ته هم ضرورت شته، ځکه د تحمیل پر وړاندی، مقاومت پارول کېږي. دعنعنوی فرهنګ بدلون، په فرمانونو ناشونې ده. هغسې چې د یوې پیړۍ په ترڅ که د شاه امان الله خان، وروسته د نورمحمد تره کی او ورپسې د اوسني حکومت ځینې قوانین لکه د ودونو په لګښتونو کې محدودیت، نه پلي کېږي او د ښځو پر وړاندې د ناوړو کړنو کچه بیا هم پورته ځي. ښه به داوي چې په ځینو ښارونو کې واړه هوتلونه د بې وسو ځوانانو د ودونو لپاره جوړ شي، د تعاون او سبساېدي له لارې هغو سره مرسته وشې تر څو یو نوی دود پلی شي او د مثبتې سیالۍ له لارې د اسرافو مخه ونیول شي.

۶- له هغه ځایه چې د هرچا برخلیک له خپلو ټاکنو څخه سر چینه اخلي، او وګړو ته د ټاکلو حق ډېر مهم دی، نو باید د خلکو له کلي والي استازو سره سلا مشوره وشي او د عامه پوهاوي له لارې دې خلکو ته د انتخاب حق ورکړل شي چې کومه لار ټاکي؟

دعامه پوهاوی پروګرامونه، کولای شي، خلک بدلون ته وهڅوي او د میدیا له لارې ځینې روزنيز پروګرامونه وړاندې کړي تر څو خلک را ویښ کړي او هغو ته د ټاکنې اختیار ورکړي چې څه وکړي. په یوې کورنۍ کې د دوو ورونو چلند هم ورته نه دی، او له یو بل سره توپير لري. یو وایي چې خپله خوله هم کلا ده، هم بلا، او بل وایي چې تر څو ډب، نه وي، ادب نه وي.

۷- ځینی وګړي د څلورو لسیزو خونړیو جګړو تر اثر لاندې، په خود خواهۍ، افراطیت، تعصب او تبعیض اخته او روږد شوي دي. هره مسأله د زور له لاری حلول غواړي. مونږ د ورور وژنې په خپلمنځی جګړو کی ښکېل یوو. زمونږ کردار له جګړو څخه متاثره ده. په قضایاوو کې نظامي حل ته ترجیح ورکوو. د ژوند مثبت اړخونه مو ویجاړ شوي دي. له جګړو سر بیره، بی کاري زموږ پر اوږو، دروند پیټی ده.

پایله:

د منازعاتو په اور کې سوځو. ډېر ځوانان مو معلول یا معتاد شوي دي. هغوی اوس پرته له تاوتریخوالي، بل کردار نشي اداکولی. د یوې جګړه ځپلي هېواد انجام همدا ده. زمونږ د جګړه ځپلي ټولنې فرهنګي کردار بیا رغاونې ته اړتیا لري. په اوسنیو شرایطو کې زورور د نورو حقوق تر پښو لاندې کوي او د تفاهم پرځای، مقابله کوي او خپله غوښتنه تحميلوي. زموږ وګړي باید د تفاهم دود او فرهنګ زده کړي. پرته له دې نشو کولای خپل هېواد د متمدنو هېوادونه په کتار کې ودروو.

وړاندیزونه:

دغه مثبت بدلونونه، هغه وخت راتلی شی چې د ښځو پرګنیز ملاتړ او ملتیا ورسره وي، خو د ښځو ګډون تته بریښي، او بل داچې له تاوتریخوالی سره بالمثل عمل، دا ناوړه کردار، نور هم پاروي، ناورین جوړوي او هغه په مضاعفه توګه زیاتوي. په دې وجه زموږ سپارښتنه بیا روزنه او رواني درملنه ده. له دې کبله باید دې برځې ته ډېره پاملرنه وشي.

 د ښځو چارو وزارت باید د خپل ماموریت سره سم د عامه پوهاوۍ او روزنيزو پروګرامونو سره سم اصلاحاتي برخو ته پاملرنه وکړي، نه دا چې جزایي کردارنو ته په تمه پاتې شي.