ګزارشونه

     د حقوقي چارو ریاست د ۱۳۹۴ مالي کال رپوټ:

  • د چارو ادارې لوی ریاست او عدلیې وزارت ته د مور د ورځې او ښځې د نړیوالې ورځې ۸ مارچ په ویاړ د فرمان صادرولو وړاندیز.
  • د عدلیې وزارت په تقنیني پلان کې د شاملیدو لپاره د وزارت د تقنیني طرحو د وړاندیزونو استول.
  • د دولتي او غیر دولتي ارګانونو د استازو په ګډون د قوانینو د تسوید کمېټې د ۱۷ ناستو جوړېدل.
  • د( جنسي ځورونې د مخنیوي، تبعیض د مخنیوي او په پېښو کې د منځګړیتوب) مقررو تسوید.
  • د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې استراتېژۍ تسوید.
  • د آزادۍ د اخیستو په مرکزونو کې عدالت ته د ښځو او ماشومانو د ښه لاسرسي پالیسیۍ بیاکتنه او له خلاصون څخه وروسته له دوی څخه ساتنه.
  • د قوانینو د تسوید کمېټې د کاري کړنلارې تسوید.
  • د وزارت د کارکوونکو د نکاح د رسمي ثبت په اړه د محکمې د وثیقو له رییس سره کتنه
  • د نکاح د رسمي ثبتولو د فورم او لارښود جوړول او ترتیب.
  • د وزارت د ۶۰ تنو کارکوونکو په ګډون د نکاح د رسمي ثبت د لړۍ په اړه د عامه پوهاوي برنامې جوړول.
  • د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قانون له پلي کېدو څخه د دریم رپوټ د مسودې جوړول.
  • د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون له پلي کېدو څخه په دریم رپوټ کې د تاوتریخوالي د مخنیوي د عالي کمیسیون د نظریاتو په پام کې نیول او شاملول.
  • د پر لیکه دیتابس د پرانیستې په برخه کې همکاري او همغږي.
  • د ملي کاري پلان د حقوقي ساتنې«حراست»  د پراختیا ناستو جوړېدل.
  • د دولتي او غیر دولتي ارګانونو او د کمیسیون د غړو په ګډون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي کمیسیون له ۵۲ څخه تر ۵۹ ناستو جوړېدل.
  • د JSSP دفتر په همکارۍ د پرېکړه لیکونو کمېټې غړو ارګانونو( د کورنیو، دفاع، عدلیې، بېرته راستنېدونکو، بهرنیو او ښځو چارو وزارت، ملي څارګرې ادارې لوی ریاست، لوی څارنوالۍ او سترې محکمې) ۵۰ تنو ته د کابل په ښار او په بلخ ولایت کې ۳۶ تنو ته د ملګرو ملتونو د ۱۳۲۵ ګڼې پرېکړه لیک په اړه د دریو دوه ورځینو کارځایونو جوړول.
  • د JSSP دفتر په همکارۍ، د تاوتریخوالي د لاملونو په اړه، د دولتي او غیر دولتي موسسو ۲۶۰ تنو کارکوونکو په ګډون د ۱۳ ښوونیزو کارځایونو جوړول.
  • د زینب سینما په تالار کې د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمیسیون د استازو او لوړپوړو چارواکو او د ښځو چارو وزارت د کارکوونکو د ۱۰۰ تنو په ګډون د اساسي قانون د تصویب د کلیزې د محفل جوړول.
  • د JSSPدفتر په همکارۍ کورنیو چارو وزارت، لوی څارنوالۍ، کورنۍ محکمې، بشر حقونو خپلواک کمیسیون، کابل ولایت امنیې قوماندانۍ او مدافع وکیلانو ټولنې د استازو په ګډون د زیانمن او شاهد سره د مرستې پروګرام د همغږۍ کمېټې د ۷ ناستو او د وزارت د مرکزي ریاستونو د کارکوونکو په ګډون د زیانمن او شاهد د کاري ګروپ کمېټې جوړېدل.
  • د لاندې موضوعاتو په اړه د JSSP دفتر په همکارۍ د دریو درۍ ورځنیو کنفرانسونو جوړېدل.
  • د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عالي کمیسیون د غړو، د چارو د ادارې لوی ریاست، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د ښځو چارو کمیسیونونو، مدني ټولنې د استازو، او د دولتي او غیر دولتي پوهنتونونو د اقتصاد پوهنځیو د ښوونکو او زده کړیالانو د ۲۰۰ تنو په ګډون د افغانستان د ښځو د ټولنیزو او اقتصادي حقونو د بیاکتنې کنفرانس.
  • د وزارت د لوړ پوړي پلاوي، د ۳۴ ولایتونو د ښځو چارو ریاستونو د رییسانو او حقوقو د مدیرانو، مدني ټولنې د استازو، چارو د ادارې لوی ریاست، دولتي ارګانونو او د وزارتونو د جندر څانګو د آمرینو د ۱۸۰ تنو په ګډون د سولې، ایثار او همپالنې کنفرانس
  • د ۱۵۰ تنو په ګډون، په اسلامي شریعت، ملي او نړیوالو قوانینو کې د ښځو د حقونو او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون له پلي کېدو څخه د رپوټ وړاندې کولو کنفرانس.
  • د غوایي میاشتې په ۲ او ۳ نېټه د بغلان، تخار، بدخشان، سمنګان، کنر، ننګرهار، لغمان، کاپيسا، پروان، سرپل، بلخ، بامیان، دایکندي، جوزجان، هرات او کندهار ولایتونو کې د ښځو چارو له رییس سره د ولایتي کمیسیون د همغږۍ په اره د un women دفتر په مالي ملاتړ د دوه ورځنیو کارځایونو جوړېدل.
  • د بغلان، تخار، سمنګان، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، بلخ، بامیان، جوزجان، هرات، کندهار ولایتونو د حقوقو د مدیرانو لپاره د غوایي میاشتې له ۱۶څخه تر ۱۷ نېټې پورې د UN WOMEN دفتر په مالي همکارۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون تر عنوان لاندې دوه ورځنی کارځای د زینب سینما په تالار کې جوړېدل.
  • د UNDPدفتر په همکارۍ، د ښځو سره د مرستو د مرکزونو او حقوقي چارو د ریاست د کارکوونکو د دندو د لایحو په اړه، د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست په تالار کې دوه ورځنی کارځای جوړول.
  • د GIZ دفتر په مالي همکارۍ د حقوقو ریاست او حقوقي ستاژرانو لپاره د غبرګولي له ۲ څخه تر ۶ نېټې پورې د زینب سینما په تالار کې د ګزارش لیکنې په اړوند پنځه ورځنی کارځای جوړېدل.
  • د UNDP دفتر په همکارۍ د نکاح لیکونو د ثبت په اړه د عدلیې، کورنیو او ښځو چارو وزارت، د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالۍ او مډیکا کارکوونکو په ګډون، د زینب سینما په تالار کې د یو ورځني کارځای جوړېدل.
  • د jssp دفتر په مالي همکارۍ ( د اسلام له لیدلوري د تاوتریخوالي) په اړه د ډله ایزو رسنیو له لارې د تلویزیوني سپاټونو خپرېدل.
  • د دیني عالمانو، د ښوونځیو د ښوونکو او وزارتونو د کارکوونکو د دېرشو تنو په ګډون د تلي میاشتې په ۲۱ او ۲۲ نېټه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون په اړه د کرامه ټولنې په همکارۍ د دوه ورځني کنفرانس جوړېدل چې د کنفرانس په لړ کې په ګډون کوونکو اساسي قانون او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون ووېشل شول.
  • د لړم میاشتې له ۱۰ څخه تر۱۲ نېټې، د حقوقي چارو او ښځو د ملاتړ مرکزونو د ۲۰ تنو کارکوونکو لپاره د ارواپوهنې په اړه د درۍ ورځنۍ ښوونیزې برنامې جوړېدل.
  • د بېلابېلو دولتي او غیر دولتي موسسو په همکارۍ او همغږۍ د عامه پوهاوي برنامو جوړېدل.
  • د افغان ښځو د وړتیاوُ د پرمختګ مرکز، ښځینه بندخونې او فرخندې له کورنۍ څخه لیدنه.
  • بلخ ولایت ته، په یاد ولایت کې د انسانانو د قاچاق او تښتونې کمیسیون د پرانیستې په موخه سفر.
  • د بندیانو او تر حجز لاندې کسانو په مجازاتو کې د کمښت او بښنې په کمیسیون کې غړیتوب او ګډون.
  • د انسانانو د قاچاق او تښتونې کمیسیون د همغږۍ په تخنیکي ناسته کې غړیتوب او ګډون.
  • د حقوقي مرستو د بورد په ناستو کې غړیتوب او ګډون.
  • د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د ښځو چارو او بشر حقونو کمیسیون په ناستو کې ګډون.
  • په کنفرانسونو، کارځایونو او سیمینارونو کې ګډون.
  • د پروان ولایت د کمیسیون له کړنو څخه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عالي کمیسیون د غړو لیدنه او څارنه.
  • د هوکړه لیکونو لوستل او په اړه یې د اندونو ښکاره کول.
  • د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو ثبتولو د معیاري فارمټ جوړونه.
  • د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د تاوتریخوالي د ناوړه پېښو پیګیري او په اړه یې د وزارت مقام ته د رپوټ وړاندې کول.
  • د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه د تاوتریخوالي د پېښو د شمېرو راټولول.
  • د ۱۳۹۴ مالي کال په اوږدو کې د پلازمېنې او ولایتونو په کچه د ۶۷۷۹ پېښو ثبتول او بررسي چې د هغې ډلې څخه د ۲۶۳۶ پېښې د حقوقي مشورو ورکولو، برخه لیک ټاکنې او حقوقي مرستندوی د ټاکنې له لارې حل شوې دي.
  • د ۳۰ رسنیو( افغان ښځو شبکې، بي بي سي، شهر او کلید راډیوګانو، مېترا، آریانا، میوند، طلوع، تمدن تلویزیونونو، انیس،آګاه او اصلاح ورځپاڼې او پژواک خبري آژانس» سره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه مرکې او په مېزونو« پینلونو») کې ګډون.