عمده دندې

د حقوقي چارو ریاست لنډه پېژندنه

     عمومي معلومات:

     د حقوقي چارو ریاست، په ۱۳۸۰ کال کې د وزارت له جوړېدو سره یو ځای د پالیسۍ او مسلکي چارو معیینیت په چوکاټ کې رامنځته شو او د هېواد د ښځو پر وړاندې د وزارت د حقوقي پالیسیو پلي کوونکی دئ. له ۱۱ بستونو څخه جوړ شوی او ټول کارکوونکي یې د حقوقو او شرعیاتو له پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه فارغ شوي دي.

     دغه ریاست د اجراییه مدیریت، دریو آمریتونو( د تقنیني سندونو د طرحې او بیاکتنې آمریت، عدالت ته د ښځو د لاسرسي آمریت او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي عالي کمیسیون سکرتریت)، دری لوی مدیریتونه( حقوقي تنویر، د حقوقي مشورو، د پېښو د ارجاع او پیګیرۍ لوی مدیریتونه) او له دریو حقوقي کارپوهانو څخه رامنځته شوی دئ.

     د دغه ریاست د جوړېدو بنسټیزه موخه، د ښځو د حقه حقونو ټینګښت، د کورنیو ستونزو حلول او همدارنګه په بېلابېلو حقوقي برخو کې د ښځو په وضعیت کې د ښه توب راوستل ده.

    د حقوقي چارو ریاست لویې موخې:

  • د ښځو د حقوقي وضعیت د ښه والي په لاره کې د تقنیني سندونو تسوید او تعدیل.
  • د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون د پلي کېدو لپاره لاره هوارول.
  • د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پېښو ته رسېدنه او په عدلي او قضايي ارګانونو کې د پېښو پيګیري.
  • د ښځو د شرعي او قانوني حقونو په اړه د عامه پوهاوي د کچې لوړاوی.
  • په ټولنه کې د تاوتریخوالي د ښکارندې او لاملونو د کمښت په اړه عامه پوهاوي.

د حقوقي چارو ریاست دندې

۱.  د پلازمینې او ولایتونو په کچه د ښځو چارو وزارت د حقوقي پالیسیو طرحه او پلي کول.

۲. په ټولنه کې د ښځو او ماشومانو له حقونو څخه د ملاتړ په موخه، د قانون جوړونې په لړۍ کې د طرحو وړاندیز.

۳. د ښځو له حقونو دفاع او ملاتړ( د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په موخه تبلیغ او د هېواد د نافذو قوانینو په رڼا کې د ښځو د حقوقي پوهاوي کچې لوړاوی.)

۴. په پلازمینه او ولایتونو کې د ښځو د حقوقي قضیو د دوسیو تعقیب، بیاکتنه، شننه او څارنه.

۵. د ښځو د حقوقي قضیو د حل په موخه د لارو چارو لټول او عدلي او قضایي ارګانونو ته یې ورپېژندل.

۶.په پلازمېنه او ولایتونو کې د ښځو د حقونو په لاره کې د دولتي او غیر دولتي ارګانونو سره اړیکې او همغږي.

۷.د وزارت مقام ته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مواردو دقیقه شمېره او احصاییه وړاندې کول.

۸. په رسنیو کې مرکې او د ښځو د حقوقي قضیو او ستونزو انعکاس.

۹. اړو مېرمنو ته د حقوقي مشورو ورکول، د هغوي د قضیو او کورنیو ستونزو حل.

۱۰. د ښې رسېدنې په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته د حقوقي اسنادو او محکمو او څارنوالۍ ته د عدلي طب د پایلو استول.

۱۱. د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمښت په موخه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عالي کمیسیون د ناستو جوړېدل.

۱۲. د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عالي کمیسیون له پرېکړو څخه د رپوټ جوړول او اړونده ادارو ته یې سپارل.

۱۳.د اړونده ادارو د حقوقي پروژو توحید او جمع بندي او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عالي کمیسیون ته یې وړاندې کول.

      د حقوقي چارو ریاست لویې لاسته راوړنې:

  • د ښځو د ځورونې د مقررې طرح او بشپړول.
  • د ښځو د ځورونې کمیسیون د کړنلارې تسوید او د حقوقي چارو ریاست د قوانینو د تسوید کمېټې له لوري د ښځو د ځورونې د مقررې د پلي کېدو د میکانیزم تصویب.
  • په ۴۶ دولتي ادارو کې د حقوقي چارو ریاست په همغږۍ د ښځو د ځورونې د مخنیوي کمیسیون رامنځته کول.
  • د توپیر«‎ تبعیض» د مخنیوي او منځګړیتوب مقررو تسوید او عدلیې وزارت ته یې استول.
  • د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي سره د مبارزې د ملي استراتېژۍ او د عمل پلان تسوید او د کابینې د جندر او ښځو چارو کمېټې ته یې استول.
  • د آزادۍ د اخیستو په ځایونو کې، عدالت ته د ښځو او ماشومانو د ښې لاسرسۍ او له آزادۍ وروسته یې د پالنې د پالیسۍ بیاکتنه او د کابینې د ښځو چارو او جندر کمېټې ته یې استول.
  •       د قوانینو د تسوید کمېټې د کړنلارې تسوید.
  • د نکاح لیکونو د ثبت د لړۍ په اړه د عامه پوهاوي د پرانیستونکي محفل جوړېدل او د ښځو چارو وزارت د کارکوونکو د نکاح لیکونو د ثبتولو په لړۍ کې د آسانتیاوُ رامنځته کول.

     پورته ګزارش ترتیب او د لوړو مقاماتو د کتنې لپاره وړاندې شو.