ګزارشونه

د وزارتونو او دولتي خپلواکو ادارو د جندر څانګو د همغږۍ کارځای

     د وزارتونو او دولتي خپلواکو ادارو د جندر څانګو د همغږۍ کارځای د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییسې مېرمن کبرا رضایي، د وزارتونو او بېلابېلو دولتي ادارو د جندر څانګو آمرینو په ګډون د روان کال د لړم میاشتې په ۹ نېټّ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د کنفرانسونو په خونه کې جوړ شو.

     د دغه کارځای له جوړېدو څخه موخه، د جندر په برخه کې د وزارتونو او دولتي خپلواکو ادارو د جندر څانګو د تجربو شریکول په ګوته شوې ده.

    په پیل کې مېرمن رضایي، ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ په خپلې هر اړخیزې وینا سره کارځای پرانیست او د ناستې د اجندا د پرمخ بولو غوښتونکې شوه.

     وروسته ګډون کوونکو، په اوسني او تیر مهال کې د اساسي قانون د پلي کېدو په برخه کې پر کړنو او لاسته راوړنو، د کندز او هلمند بې ځایه شوُ د لارې پر سر پر پرتو خنډونو او ترکیې هېواد ته د جندر د یوې څانګې د سفر پر پایلو بحثونه وشول او خپل اندونه یې سره شریک کړل.