دمرستیالانو لنډه پیژندنه

افغانستان د اسلامی جمهوریت د ښځو چارو د وزارت

د پالیسي او مسلکي مرسیتالې  سپوږمۍ وردګ لنډه پیژندنه

میرمن سپوږمۍ وردګ د عبدالمحمد لور په ۱۳۴۴ کال کی د کابل د شهرارا ښار په یوه روڼ انده  کورنۍ زیږیدلی ده.

نوموړې خپلې لومړنی زده کړې د مریم په ښونځي کی او منځنۍ او ثانوي زده کړې یی د زرغونې په عالی لیسه کی په ۱۳۶۰ کال کې پای ته رسولې دي . دخپلې علاقې له مخې چې له ساینسي علومو سره یی لرله دساینس پوهنځۍ د ریاضیاتو په څانګه کې خپلې لوړې زده کړې پیل او په۱۳۶۵ کال کې  یی د لیسانس په کچه پشپړې کړې دي.

میرمن وردګ دمریم دعالي ښوونځي او دعبدالمحمد عالي ښوونځي دریاضي دښوونکې او دریاضي دڅانګې دآمرې په توګه ۱۵ کاله دنده ترسره  کړې. همداراز هغې ۱۰ کاله د افغانستان د ماشومانو د ملاتړ نړیواله موسسې د ښوونې اوروزنې په څانګه کی په بیلابیلو پوستونو کار کړی دی.

سپوږمۍ وردګ په وروستیو شپږومیاشتو کې د USAID په EGR پروژه کې دنده درلوده اولدې لارې يې افغان ماشومانو او د هغوی کورنیو ته  یی دپام وړ خدمتونه ه کړي.

سپوږمۍ وردګ د ښوونې اوروزنې په برخه  او نړیوال موسساتو کې ددندې په سرته رسوولو سربیره د افغانستان بیلابیلو ولایتونو لکه کابل، ننګرهار، بامیان، فاریاب، ارزګان، کندهار، جوزجان او د یادو ولایتونو ولسوالیو ته یې هم کاري سفرورنه کړې دي او توانیدلې ده چې  دافغان میندې، نجونې او ماشومانو دردونو او ستونزو څخه ځان خبر کړي او د ښوونې اوروزنې په برخه کې له  هغوی سره مرسته،کړې. نوموړې په دري او پښتو ژبه خبرې کوي په انګلیسي ژبه هم پوره تسلط لري.

میرمن وردګ شعر وایی او لیکنې سره مینه لري، د پښتودوه  شعري ټولګې  او د ماشومانو ادبیاتو په برخه کې ۷ انځوریز کیسو کتابونه لري. همداراز د ماشومانو لپاره شاوخوا ۱۰۰ داسې لیکنې لري چې دماشومانولپاره کیسې او انځوریزې برخې لري اودریمه شعري ټولګه  یې تر چاپ لاندې ده.

سپوږمۍ وردګ د ۴ ماشومانو، ۲ زامن او ۲ لوړنو مور ده. نوموړې په دې باور لري چې ټول افغان ماشومان د هغې  داولادونو په شان دي او افغان میرمنو او ماشومانو ته خدمت خپله ایماني دنده بولي.


افغانستان د اسلامي جمهوریت د ښځو چارو وزارت

د مالي او اداري چارو مرستیالې آغلې نبیله مصلح لنډه پیژندنه

میرمن نبیله مصلح د عبدالوکیل کوهستاني لور ده چې په ۱۳۵۲ لمریز کال کې په یوه روښانه کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانستي دي. لومړنۍ زده کړې یي د امیر خسرو بلخي او ثانوي زده کړې یي د مزار شریف  فاطمه بلخي او هاشم برات په ښوونځیو کې ترسره کړې دي. لوړې زده ګړې يي دبلخ پوهنتون د دري او انګلیسي ژبې دادبیاتو په څانګه کې بشپړې کړې دي. 

نوموړې ، په المان کې ۹ کاله مسافرۍ  ژوند وکړ او په ۲۰۰۳ زیږیز کال کې خپل هیواد ته را ستنه شوه. دری کاله یی دمرستو دهمغږۍ په برخه کې دآلمان په سفارت همدارنګه په مالیی وزارت کې دنده ترسره کړه. څه باندې دری کاله یی دښځوچارو په وزارت کې دنده کړې. په ۱۳۸۶ لمریز کال کې یی دوزارتونواو خپلواکو دولتي ادارو سره  دجنډر ملي سکرتریت ددې وزارت په چوکاټ کې رامینځ ته کړ.

په ۲۰۰۸ زیږیز کال کی یی د جندر د مسایلو د کارپوه په توګه د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت  سره دنده تر سره کړې او د جندر ستراتیژي یا  NHLP یی هم جوړه کړې.

ورپسې نوموړې په۲۰۱۰ زیږیز کال د ماسټرۍ ډیپلوم دکابل او د واشنګټن سټیټ (Washington State University) پوهنتون څخه تر لاسه کړ.

بیایی یو کال د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسون سره دنده تر سره کړه او تر هغې وروسته یی د جندر د مسایلو د کارپوه په توګه د کانادا د سفارت د ملاتړ پروګرام (CPSU) سره دندې ترسره کړې. په (CPSU)  کې د دوو کلنو تجربې وروسته یی د کانادا د سفارت څخه د حقوقو د بخش د ښځو او نجونو د پیاوړ تیا قرارداد(WGRE)  ترلاسه کړ.

په ۲۰۱۴ زیږیز کال کی یی  د استرالیا، کانادا د سفارتونوپه  ګډون او د UNWOMEN سره د د جندر د مسایلو د خپلواکې سلاکارې په توګه دندې ترسره کړې. 

آغلې مصلح د د ادارې ، پالیسي جوړونې، د مرستو د اغیزناک توب، جندر ، څارنې او ارزونې، او د عامه مدیریت د ریفورم په برخو کې ۱۸ کلنه  تجربه لري.

میرمن مصلح د نړیوالیو او دیپلوماتیکو چارو په برخو کی د  USAID, GIZ,UNDP,UNWOMEN ، نړیوال بانک، د جرمني، کانادا، او استرالیا  سفارتونو کې دیوې تجربه کارې میرمنې په توګه دندې ترسره کړې. نوموړې د جندر د پالیسي او ستراتیژي په جوړولو کی، د جندر د شاملولو، مدیریت، په پرمختیایی پروګرامونو کې د ښځو د حقونو ارزونه، د جنډر د ځانګړو پروګرامونو د جوړونې او څیړنې او دهغې د پلي کیدو، دجندر دکاري ظرفیت او مهارتونو د کچې په لوړولو د ملي او نړیوالو پروګرامونو په څارنه او ارزونه کی پوره تجربه ،وړتیا او ځانګړۍ مسلکی تخصص لري. په ملي ژبو (دری او پشتو) سربیره په انګلیسی او الماني ژبوهم  بشپړ برلاسۍ لري.