افغانستان د اسلامي جمهوریت د ښځو چارو وزیرې اغلې الحاج دلبر نظري لنډه پیژندنه

افغانستان د اسلامي جمهوریت د ښځو چارو وزیرې

 اغلې الحاج دلبر نظري لنډه پیژندنه

اغلې دلبر نظري د عبدالنظر لور په ۱۹۵۶ زیږیز کال کې د سمنګانو ولایت په یوه متدینه او روڼ انده کورنۍ کې زیږیدلې ده.

نوموړې دماشومتوب ورځې په خورا خوښۍ او ارامۍ سره په خپله کورنۍ کې د پلار اومور د محبت د سیورې لاندی تیرې کړې. لومړنۍ زده کړې یي د خپل پلار او مور څخه کړې او په ۷ کلنۍ کې یی ښونځۍ ته مخه کړه. منځنۍ دوره یی د سمنګانو د ولایت، خْلم ولسوالۍ د مهستي په لیسه کی ترسره کړې او وروسته له هغی یی، د کانکور، آزموینې له لارې د بلخ پوهنتون د انګلیسی او دری ژبو ادبیاتو څانګو ته بریالۍ شوه چې بیا  د نوموړي پوهنځی څخه د ښو نمرو په ترلاسه کولو سره،  په کال ۱۹۷۸ کی فارغه شوه.

له دې  زدکړو سره ، یو ځل بیا یی د کانکور آزموینې د دویمی دورې له لارې د کابل د فیض محمد کاتب پوهنتون د نړیوالو اړیکو او سیاسی علومو په څانګه کې زدکړې پیل کړې او په کال ۲۰۱۱ کی ددې مهمی څانګې څخه د لیسانس د دویم سند په لاس ته راوړلو بریالۍ شوه.

اغلی نظري خپل هیواد والو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو لپاره، د اکسفام د بشري مرستو د ویش په برخو کی د دوه کلو لپاره، د جرمن اګرو اکشن سره د ۳ کلنو لپاره، د سمنګان په ولایت کی د یونیسف د ښوونې اوروزنې  په برخه کې د ۲ کلو لپاره، او همدا راز د سمنګانو او بلخ په ولایتونو کې د جمهوري ریاست د ټاکنو د لومړي پړاو د ټاکنو د ترینرې په توګه په بشر دوستانه کړنو او نورو بی شمیره ادارو او موسسو سره دندې ترسره کړې دي.   

آغلې دلبر نظري دبریالیو خدمتونو په سرته رسوولو سره یو ځل بیا د خلکو او هیواد په ځانګړی توګه د ښځو لپاره د خدمت د مناسبو شرایطو په رسیدو سره، د سمنگانو ولایت د اوسیدونکو په بی حده ټنګاراو ملاتړ سره ولسی جرګې ته د خلکو د ټاکل شوې وکیلې په توګه لار پیداکړه او د ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۰ زیږ یز کاله پورې د ویاړه ډکه دغه دوره د فرهنګی او دینی چارو په کمیټه کې سر ته ورسوله.

د وکالت د دورې د پای ته رسیدو څخه ورسته اغلی نظري د خپل نیکې مخینې، او خلکو او هیواد ته د مخلصانه خدمت په وړاندې کولوسره یو ځل بیا  ولسي جرګې د معاونیت د حقوقي سلاکارې په توګه  و ګمارل شوه او دغه دنده یی د ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۳ پورې په ښه توګه سر ته ورسووله .

پدې توګه نوموړې په ۲۰۱۴ زیږیز کال کی د بریښنایی تذکرو ( الکترونیکی تذکرو) د جندر په څانګه کی دنده تر سره کړې. په لنډه توګه، په تیرو کلونو کی د ټولنیز ژوند په مختلفو دوروکې په ځانګړي توګه د وکالت د دورې د ښځو دیوې اغیزناکې مدافع په توګه کړنې د یادونی وړدي. میرمن نظري په  زیاتو سیمنارونو او روزنیزو ورکشاپونو کی د بیلګی په توګه د اداري او منجمنت،او د اسلام له نظره د جندر او د ښځوو حقونه  دیادونې و ړ دي. د ولسی جرګی په ۱۵ دوره کی د تاشکند، قزاقستان، ترکمنستان، هندوستان، ایران، امریکا متحده ایالانو او کانادا هیوادونو ته رسمي او پارلماني سفرونه کړي چې په پایله کی یی ارزښتناکې لاسته راوړنې هیواد ته له ځانه سره راوړي. د ښځو چارو اوسنی وزیرې د وکالت په دوره کی دژوند په مخلفو ټولنیزو اقتصادي او فرهنګي برخو کې د ښځو د پرمختګ او وضعیت د ښه والي  لپاره د هیڅ ډول خدمت څخه ډډه نه ده کړې. نوموړې تل زیار ایستلی چې  په هیواد کی د یو بل د زغملو د کولتور جنډه ورپوي او داسې ورځ  راشي  چه ښځې نورې د تاوتریخوالي ښکار نشي او په یوه ارامه فضا کې ژوند وکړي.

میرمن نظري د اوزبیکې ژبې سربیره  چه مورنۍ ژبه یی ده په پښتو، دري او انګلیسی ژبو برلاسۍ اود نړیوالو اړیوکو په برخه کې ښه پوهه لري. برسیره پر دې چه نوموړې د هیواد په کچه د بریالیو او مشهورو ښځو له ډلې شمیرل کیږي. د خپلو دندو او مسوولیتونو پر مهال یی د بی شمیره ادارو څخه ستاینلکونه تر لاسه کړي. نوموړې کار اهل کار ته دسپارلو اصل ته تل لومړیتوب ورکړی دی .