خبرپاڼو

مطبوعاتي اعلامیه

د تېزاب پاشلو د پېښې غندل

     د کابل ښار له ښکلو شپو څخه په یوه کې د نفیسې په نامه یوه ځوانه مېرمن چې غوښتل یې له خپل خاوند او بچیانو سره یو ځای د کورنۍ په توده او صمیمي فضا کې د پسرلنیو انګازو سره یو ځای او له هر ډول اندېښنې او پریشانۍ څخه لرې او د الهي لارښوونو سره سم د یوې میاشتې عبادت او اطاعت څخه تر لاسه شوې عیدي خوښیو د دوی روح او روان تازه کولو. د نفیسې ماشومانو د یوې له خوښیو ډکې راتلونکې په هیله په یوه آرامه جاده کې په لاره روان وُ.

     ناڅاپه د یوه ستمګر سړي په لاس د دوي د مور پر مخ د تیزابو پاشلو د شپې چوپتیا ماته کړه، د دوی د مور چیغو، نارو او سورو له دوی څخه ټولې خوښۍ واخیستې او د دوی په ذهنونو کې یې د تل لپاره یوه ترخه منظره پر ځای پرېښوده.

     دا پېښه په داسې حال کې پېښېږي چې د اختر په شپو کې د کابل ښار په آسمایي سیمه کې د ناپېژانده کسانو له خوا د دریو ښځو او دوه ماشومانو پر ځان او مخ د تېزابو پاشل، د دوی د سخت ټپي کېدو لامل ګرځېدلی دئ.

     ښځو چارو وزارت د مشرتابه پلاوی د ژور خپګان په څرګندولو سره، دغه له بشري عاطفې څخه لري او غیر انساني کړنه په کلکو ټکو غندي او د اللهج له دربار څخه، د نفیسې او د هغې په شان ټولو هغو ښځو او نجونو ته چې د دغه شان جاهلو، ناپوهه او انسان ته ورته کسانو د ظلم سره مخ شوې، د صبر، بردبارۍ او ژرتر ژره روغتیا هیله کوي او له امنیتي، عدلي او قضایي ارګانونو څخه غواړي څو د تاوتریخوالي د دغه پېښو تر سره کوونکي ژر تر ژره ونیسي څو د خپلو کړنو په جزا ورسېږي.

     د ښځو چارو وزارت د حقوقو ریاست د ۱۳۹۵ لمریز کال د چنګاښ په ۲۱ نېټه له زیانمنو څخه د لېدنې تر څنګ د مجرمینو په نيونه ټینګار وکړ.


مطبوعاتي اعلامیه

      د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ښځو چارو وزارت د څو وروستیو ورځو په لړ کې د پېښو شو پېښو لکه: د فاریاب ولایت د پښتونکوټ په ولسوالۍ کې د خسر له لوري د مېرمن ګل جان په ډزو وژل، په جوزجان ولایت کې د ناپېژاندو کسانو له خوا د مېرمن ګلثوم وژل، د سرپل ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د مېرمن آزادې وژل، د تخار ولایت د اشکمش په ولسوالۍ کې د خاوند او د هغه د کورنۍ له خوا د مېرمن ګل افروز سخت وهل او ربړونه چې د هغې د شپږ میاشتنې ماشوم د لرې کېدو لامل شو، د غور ولایت په مرکز کې د یوې شپږ کلنې ماشومې په زور ودول یوه ۶۰ کلن سړي ته او د تخار ولایت مرکز تالقانو کې د شیما تحقیر او د سر خرېیلو په پېښو خپل سخت خپګان او خواشیني څرګندوی او دغه پېښې په کلکه غندي.

      ښکاره ده چې دغه ډول پېښې له اسلامي ارزښتونو او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له نافذ و قانونونو سره په ټکر کې دي، له همدې امله د هېواد له عدلي او قضایي بنسټونو او ټولو همکارو بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې د دغه پېښو د ترسره کوونکو په سزا ورکولو کې جدي او پرېکنده چلند وکړي او د دغه پېښو د قربانیانو پر وړاندې عدالت پلی کړي.