څارنه

ښځو چارو وزارت په افغانستان کې د جندر د پالیسیو څارونکی

 

     لا تر اوسه هم د ښځو چارو نوي رامنځته شوي وزارت د لیدلوري او ماموریت په اړه ډېرې پوښتنې وجود لري، کوم چې څه د پاسه یوه لسیزه مخکې د افغانستان د ملکي خدمتونو ادارې په تشکیلاتي جوړښت کې ورګډ شو. له جنسي توپیر څخه د پاکې ټولنې رامنځته کول، د ښځو د انساني پانګې رشد، د ښځو د مشرتابه دودول او د ژوندانه په ټولو برخو کې د دوی ګډون، فرصتونو ته د ښځو لاسرسی، د رشد او پرمختګ شونتیاوې او خدمات، د ښځو چارو لیدلوری دئ. دغه وزارت د دولت او ښځو تر منځ د یو پل په شان دئ. له یوه لوري، په هېواد کې د ښځو د ګټو او مصلحتونو مدافع او حامي دئ او له بل لوري، د دولت په پروګرامونو کې د ګډون په موخه د ښځو د بشري سرچینو د همغږۍ او تقوییې مسئولیت ورپه غاړه دئ.

    د دغه وزارت اصلي موخه د ښځو په وضعیت کې د بدلون راوستل دي چې دې موخې ته د رسېدو لپاره، د ښځو په برخه کې د دولت پالیسۍ او پلانونه تسویدوي، پراختیا ورکوي او د هغو له پلي کېدو څخه څارنه کوي. په افغانستان کې د جندر د ملي او نړیوالو پالیسیو له پلي کېدو څخه څارنه د دغه وزارت اصلي نقش دئ. د جندر ملي پالیسۍ د: د افغانستان اساسي قانون،د۱۳۸۰ لمریز کال د افغانستان د ښځو د بنسټیزو حقونو اعلامیه ، د بن او لندن پرېکړه لیکونه، د افغانستان د ملي پراختیا استراتیژي(ANDS)، د افغانستان د ښځو لپاره ملي کاري پلان(NAPWA)، د کار، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په قانونونو کې واضح شوې ده. همدارنګه د جندر د نړیوالو پالیسیو په اړه : د بشر حقونو نړیواله اعلامیه، په عمل کې د پيکن غورځنګ(BPFA)، د ښځو پر وړاندې د توپیر د ټولو بڼو د له منځه وړلو کنوانسیون(CEDAW)، زر کلنې پراختیایي موخې(MDG) او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۳۲۵ ګڼې پرېکړه لیک پوره وضاحت لري.

    د پالیسیو تسوید، هراړخیزه معلوماتو او اطلاعاتو ته اړتیا لري. هغه اطلاعات او معلومات چې د سروې، شمېرنو«احصائیو» او توحید شوُ رپوټونو د شننې او تجزیې پایله وي. ښځو چارو وزارت د ښځو د اړتیا وړ او حیاتي پالیسۍ د هراړخیزه نظریاتو په پام کې نیولو سره تسویدوي. دغه شان پالیسۍ د مسلکي او تخصصي ادارو له کارپوهۍ او تدقیق وروسته د اړونده مقاماتو له خوا تصویب ، توشیح او پلې کېږي. دغه وزارت د پالیسیو د پلي کېدو پر مهال هم د څارنې ستونزمنه دنده پر غاړه لري او د هغې له پلي کېدو څخه باید رپوټ ورکړي. نو د سروې او شمېرو اخیستنې له لارې، د ښځو اړوند پالیسیو جوړول او د هغوي له پلي کېدو څخه څارنه یوه ستونزمنه لړۍ ده چې اجراآت او پیګیري یې د جوړښتونو او پراخو شونتیاوُ، د اړتیا وړ په تخنیک او تکنالوژۍ سمبال د اړتیا وړبودیجې غوښتونکي دي.

    دا وزارت په ۱۳۸۰ لمریز کال کې د آلمان هېواد د بن کنفرانس د پرېکړو پر بنسټ، د ښځو د وړتیاوُ او پوهاوي د کچې د لوړاوي او په ملي پراختیایي استراتیژۍ کې د ښځو د ګډون په لاره کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او ښځو تر منځ د اتصال د کړۍ په توګه فعالیت کوي. د بن پرېکړه لیک چې په هېواد کې د دیموکراتیکې ادارې د بنسټ په توګه ګڼل کېږي، د دې ښکارندویي کوي چې د ښځو ګډون او د هغوی حقونو او وضعیت ته پاملرنه یوه اړتیا ده او همدارنګه دې ته د سراسري سولي او بیارغونې د لیدلوري په توګه کتل کېږي.

     ښځو چارو وزارت د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د اداري جوړښت یو اجراییوي ارګان دئ او حکومت( اجراییه ځواک) د دولت له درۍ کونو ځواکونو څخه دئ. دغه ارګان د ښځو چارو وزارت د کړنو او فعالیتونو د تنظیم مقررې پر بنسټ چې د وزیرانو شورا لخوا په ۴ فصلونو او ۲۴ مادو کې تصویب شوې، فعالیت کوي.

    د دغه مقررې په دویمه ماده کې راغلي: ښځو چارو وزارت د دولت د مرکزي ادارې په توګه په پلازمینه او ولایتونو کې د خپلو دندو د تنظیم او مشرتابه مسولیت پر غاړه لري.

    دغه وزارت د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د اجرائیه ځواک غړی او وزیره یې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د کابینې او وزیرانو شورا غړیتوب لري. بودیجه یې په ملي بودیجه کې شامله او د حکومت لخوا تمویلېږي. لکه څرنګه چې د ښځو چارو وزارت د کړنو او فعالیتونو د تنظیم مقررې په ۲۱ ماده کې لولو:

     د ښځو چارو وزارت بودیجه او تشکیل د ښځو چارو وزارت په وړاندیز، مالیې وزارت په تائید د وزیرانو شورا لخوا منظورېږي. همدارنګه د دغې مقررې۱۸ ماده د دغه ادارې د اجرائیه توب په اړه صراحت لري:

     د مشرتابه پلاوي تصمیمونه د رایو د اکثریت له مخې نیول کېږي، د وزیر له لاسلیک څخه وروسته د پلي کېدو وړ دي. د وزارت د مشرتابه پلاوي تصمیمونه په وزارت پورې اړونده ټولو ادارو او موسساتو ته واجب التعمیل دي.

     د ښځو چارو وزارت مالي، اداري او تشکیلاتي کړنې د نافذه دولتي قانونونو او مقرراتو تابع دي. دغه وزارت خپلې کړنې د حکومت د برنامو او قانون سره سمې تنظیموي او د نورو وزارتونو او حکومتي ادارو په شان، د حکومت پرېکړې او مصوبې پلې کوي، لکه څرنګه چې د ښځو چارو وزارت د کړنو او فعالیتونو د تنظیم مقررې څلورمه ماده پدې اړه داسې صراحت لري:

     ښځو چارو وزارت د هېواد د نافذه قوانینو او فرمانونو، د وزیرانو شورا مصوبو او د دغې مقررې د احکامو سره سم خپل فعالیتونه ترسره کوي او په خپله کاري برخه کې یې په سمه توګه پلي کوي. 

     د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د وزیرانو شورا د ۱۳۸۷ لمریز کال د غوایي میاشتې د ۲۹ نېټې په ناسته کې، د ښځو چارو وزارت لخوا تسوید شوی، د افغانستان د ښځو لپاره ملي کاري پلان، د یوې مهمې تاریخې وثیقې په توګه تصویب کړ او هغه یې خپل استراتېژیک پلان وګنلو او ټولو دولتي ادارو ته یې د هغې د پلي کولو مکلفیت ورپه غاړه کړ. د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ولسمشر، د دغه پلان په اړه د دولت موقف د یوه پیغام په ترځ کې داسې ښکاره کړ:

     د ښځو ګټې او مصلحتونه په هېواد کې د موقتې ادارې او منتخب دولت له رامنځته کېدو سره سم د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت تر پاملرنې لاندې قرار لري. د افغانستان دولت د اسلام سپېڅلي دین د احکامو او اصولو سره سم او د مهمو او معتبرو ملي او نړیوالو سندونو، د بن هوکړه لیک، د هېواد اساسي قانون، د لندن پرېکړه لیک او د ملي پراختیا استراتېژۍ پر استناد، د ټولنیزې جنیسیتي برابرۍ د ټینګښت او د ښځو پر وړاندې د هر ډول توپیر د له منځه وړلو په برخه کې پوره لیوالتیا لري. له همدې امله د ملي پراختیا موخو ته د رسېدو په برخه کې د ښځو ونډه رغنده ګڼي. د همدې موخې لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت کابینې ته د ښځو چارو وزارت لخوا وړاندې شوی( د افغانستان د ښځو لپاره د ملي کاري پلان) له طرحې څخه ملاتړ کوم او ټولې دولتي ادارې د هغې په پلي کولو مکلفې دي. ښځو چارو وزارت به د دغې پلان له پلې کېدو څخه څارنه کوي. زه د دغه استراتېژيکې برنامې په توشېح سره په حقیقت کې د ښځو حقونو او ونډې په برخه کې د ښځو چارو وزارت طرحه تاییدوم او د دولتي ارګانونو پام خپلو مکلفیتونو ته اړوم.

    د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ټولو بنسټونو ته، له وزراتونو څخه تر ولایتي سیمه ایزې ادارې لارښوونه کېږي چې په خپلو پلانونو، بودیجې او برنامو کې، د افغانستان د ښځو لپاره د ملي کاري پلان موخې او ارزښتونه په پام کې ونیسي او پدې لاره کې د ژمنو او مکلفیتونو د پلي کولو له لړۍ څخه، د ښځو چارو وزارت له لارې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ریاست ته په شپږ میاشتنۍ توګه رپوټ وړاندې کړي. له همکارو نړیوالي بنسټونو څخه غواړم چې د افغانستان له دولت او خلکو سره د افغانستان د ښځو لپاره د ملي کاري پلان په پلي کولو کې مرسته وکړي. د افغانستان د ښځو لپاره د ملي کاري پلان پلي کول، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مهمه دنده او تاریخي وجیبه ده. ډاډمن یم چې د هغې په پلي کولو سره به د خپل هېواد د ښځو په ژوندانه کې د بنسټیزو او د لیدو وړ بدلونونو لیدونکي اوسو.

     ښځې چې د ټولنې په ټولو برخو او پوړیو کې خپل ځای لري، د ټولنې، دولتي او مدني بنسټونو په جوړښت کې نه بېلېدونکې ونډه لري، ښځې د نارینه وُ په شان په کورنۍ، ټولنه او دولت کې خدمت کوي، او خدماتي ادارې هم د دوی لپاره خدمت کوي. ښځو ته خدمت کول د یوې یا دوو ادارو نه بلکې په ټولو ادارو پورې اړوند دئ. خدماتي ادارې د ښځو او نارینه وُ لپاره په کار بوختې دي. ښځو چارو وزارت نشي کولای د ښځو لپاره، د عامه خدماتي ادارو سره موازي، او ورته ځانګړې څانګې ولري. ښځې د نارینه وُ په شان صحي، تعلیمي، تحصیلي، امنیتي، ترانسپورتي، حقوقي او نورو ټولنیزو چوپړونو لکه؛ اوبه، برق، مکتب او روغتون ته اړتیا لري. ښځو چارو وزارت نشي کولای په یادو برخو کې د ښځو لپاره ځانګړې خدماتي ادارې ولري، د ښځو لپاره د بشپړو جلا خدماتي ادارو لکه ترانسپورت، محکمې، امنیتي حوزو، ترافیک، ګمرک، بانګ او نور د ټولنې او دولت د جلا کېدو او تجزیې لامل ګرځي. زموږ د ټولنې ځانګړنې دا ایجابوي چې په ځینو برخو کې د ښځو لپاره د روغتونو او ښوونځیو خدمات په جلا توګه برابر شي. د بودیجې او تشکیلاتو اصلي میکانېزمونه به واحد وي.

     ښځو چارو وزارت اجرائیوي، څارنیز او قسمأ خدماتي ارګان دئ. دغه وزارت د خپلې ونډې د ترسره کولو لپاره په ولایتونو کې د ښځو چارو ریاستونه لري چې جوړښتونه به یې د ولسوالیو تر کچې پراختیا ومومي. ښځو چارو وزارت په بنسټیزه توګه ټولنې او یا ښځو ته د کالایي چوپړونو پر وړاندې کولو مکلف ندئ خو ځینې نوو، نادود شوُ او پراختیایي برخو کې، پداسې حال کې ځینې کوچنۍ پروژې پلې کوي چې د نورو ادارو په کاري بهیر کې لاسوهنه ونه ګڼل شي، پداسې بڼه چې له خپل اصلي نقش څخه چې د جندر له پالیسیو څخه څارنه ده، لرې نشي. بېلګه ایزې او آزمایښتي پروژې د نورو ادارو لپاره یوه ښه پیلامه، لارښود او مثبته انګیزه ګڼل کېږي چې ښځو چارو وزارت ډېر ځله داسې محدودې او لنډ مهاله پروژې له بریالي آزمویلو وروسته د پلي کېدو په موخه اړونده ادارو ته سپاري.

     ښځو چارو وزارت په کومه ځانګړې برخه کې خدماتي دندې پر غاړه نلري او د خدماتي ادارو په چارو کې لاسوهنه نکوي، د هغوی الترناتیف نه بلکې د هغوی د همکار په توګه ګڼل کېږي. دغه وزارت د خدماتي ادارو د تخنیکي همکار په توګه، ښځو ته د خدماتو له وړاندې کولو څخه څارنه کوي او د ښځو لپاره ځینې خدماتي پروژې طرحه کوي او د پایلې اخیستو او پلي کولو په موخه یې په آزمایښتي توګه پر مخ وړي. دا یوه محدوده او لنډمهاله چاره ده چې د پیلامې او تخنیکي همکارۍ په توګه وړاندې کېږي خو په پراخه او دایمي توګه د دغه خدماتي پروژو پر مخ وړل د دغه وزارت له ماموریت سره جوړښت نلري. د وزارت ماموریت د ښځو د دریځ او ونډې په اړوند د ټولنې په منفي ذهنیت کې بدلون راوستل دئ او ډېر ځله اندونو په روښانه کول بوخت دئ. لکه څرنګه چې مخکې مو هم یادونه وکړه، وزارت د جندر به برخه کې د دولت پالیسۍ جوړوي او د وزارتونو تر منځ د اړیکو پر بنسټ د هغې له پلي کېدو څخه څارنه کوي او د ښځو د وضعیت د ښه والي او په هغې کې د بدلون راوستلو په اړوند دولت ته ګزارش ورکونکی دئ. لکه څرنګه چې د ښځو چارو وزارت د فعالیتونو د تنظیم مقررې په دریمه ماده کې راغلي دي:

     ښځو چارو وزارت د خپل مسئولیت په ساحه کې، د ښځو د مشروع حقونو د ټینګښت او پراختیا او د هغوی په ژوند کې د قانونیت په پام کې نیولو لپاره د دولت د سیاسي او ټولنیزې تګ لارې د پلي کولو مسوولیت پر غاړه لري.

     د ښځو چارو وزارت مکلفیتونه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په قانون کې چې په ۴ فصلونو او ۴۴ مادو کې او په ۱۳۸۹ لمریز کال کې توشیح شوی، په ګوته شوي دي.

     ښځو ته د خدمت دایره ډېره پراخه او ډیری ادارې په ځان کې رانغاړي. دغه وزارت ځینې پراختیایي پروژې غوره کوي، لکه څرنګه چې اوسمهال د کمپاینونو په لاره اچولو، د خپرندویه توکو جوړول او چاپ، د ښځینه باغونو جوړونه، د سیمینارونو او کارځایونو جوړولو، د جندر اودیزاین انستیتیوت رامنځته کول، د نندارتونونو جوړول، د ښځو د ستونزو او قضیو بررسي او له امن کورونو څخه د سرپرستۍ له لارې د ځینو چوپړونو لکه: د حقوقي او قانوني پوهاوي کچې لوړاوی، سیاسي او سازماني وړتیاوې، حقوقي مشورې، کارموندنه، د حرفوي مهارتونو زده کړه، د ښځو د محصولاتو لپاره بازارموندنه او د ښځو د ملاتړ په مرکزونو کې له مېشتو زیانمنوونکو ښځو څخه د ملاتړ په چاره بوخت دئ.