د پالیسۍ او مسلکي چارو معین

افغانستان د اسلامی جمهوریت د ښځو چارو د وزارت

د پالیسي او مسلکي مرسیتالې  سپوږمۍ وردګ لنډه پیژندنه

میرمن سپوږمۍ وردګ د عبدالمحمد لور په ۱۳۴۴ کال کی د کابل د شهرارا ښار په یوه روڼ انده  کورنۍ زیږیدلی ده.

نوموړې خپلې لومړنی زده کړې د مریم په ښونځي کی او منځنۍ او ثانوي زده کړې یی د زرغونې په عالی لیسه کی په ۱۳۶۰ کال کې پای ته رسولې دي . دخپلې علاقې له مخې چې له ساینسي علومو سره یی لرله دساینس پوهنځۍ د ریاضیاتو په څانګه کې خپلې لوړې زده کړې پیل او په۱۳۶۵ کال کې  یی د لیسانس په کچه پشپړې کړې دي.

میرمن وردګ دمریم دعالي ښوونځي او دعبدالمحمد عالي ښوونځي دریاضي دښوونکې او دریاضي دڅانګې دآمرې په توګه ۱۵ کاله دنده ترسره  کړې. همداراز هغې ۱۰ کاله د افغانستان د ماشومانو د ملاتړ نړیواله موسسې د ښوونې اوروزنې په څانګه کی په بیلابیلو پوستونو کار کړی دی.

سپوږمۍ وردګ په وروستیو شپږومیاشتو کې د USAID په EGR پروژه کې دنده درلوده اولدې لارې يې افغان ماشومانو او د هغوی کورنیو ته  یی دپام وړ خدمتونه ه کړي.

سپوږمۍ وردګ د ښوونې اوروزنې په برخه  او نړیوال موسساتو کې ددندې په سرته رسوولو سربیره د افغانستان بیلابیلو ولایتونو لکه کابل، ننګرهار، بامیان، فاریاب، ارزګان، کندهار، جوزجان او د یادو ولایتونو ولسوالیو ته یې هم کاري سفرورنه کړې دي او توانیدلې ده چې  دافغان میندې، نجونې او ماشومانو دردونو او ستونزو څخه ځان خبر کړي او د ښوونې اوروزنې په برخه کې له  هغوی سره مرسته،کړې. نوموړې په دري او پښتو ژبه خبرې کوي په انګلیسي ژبه هم پوره تسلط لري.

میرمن وردګ شعر وایی او لیکنې سره مینه لري، د پښتودوه  شعري ټولګې  او د ماشومانو ادبیاتو په برخه کې ۷ انځوریز کیسو کتابونه لري. همداراز د ماشومانو لپاره شاوخوا ۱۰۰ داسې لیکنې لري چې دماشومانولپاره کیسې او انځوریزې برخې لري اودریمه شعري ټولګه  یې تر چاپ لاندې ده.

سپوږمۍ وردګ د ۴ ماشومانو، ۲ زامن او ۲ لوړنو مور ده. نوموړې په دې باور لري چې ټول افغان ماشومان د هغې  داولادونو په شان دي او افغان میرمنو او ماشومانو ته خدمت خپله ایماني دنده بولي.