افغانستان د اسلامي جمهوریت د ښځو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیالې آغلې نبیله مصلح لنډه پیژندنه

میرمن نبیله مصلح د عبدالوکیل کوهستاني لور ده چې په ۱۳۵۲ لمریز کال کې په یوه روښانه کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانستي دي. لومړنۍ زده کړې یي د امیر خسرو بلخي او ثانوي زده کړې یي د مزار شریف  فاطمه بلخي او هاشم برات په ښوونځیو کې ترسره کړې دي. لوړې زده ګړې يي دبلخ پوهنتون د دري او انګلیسي ژبې دادبیاتو په څانګه کې بشپړې کړې دي.  

نوموړې ، په المان کې ۹ کاله مسافرۍ  ژوند وکړ او په ۲۰۰۳ زیږیز کال کې خپل هیواد ته را ستنه شوه. دری کاله یی دمرستو دهمغږۍ په برخه کې دآلمان په سفارت همدارنګه په مالیی وزارت کې دنده ترسره کړه. څه باندې دری کاله یی دښځوچارو په وزارت کې دنده کړې. په ۱۳۸۶ لمریز کال کې یی دوزارتونواو خپلواکو دولتي ادارو سره  دجنډر ملي سکرتریت ددې وزارت په چوکاټ کې رامینځ ته کړ.

په ۲۰۰۸ زیږیز کال کی یی د جندر د مسایلو د کارپوه په توګه د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت  سره دنده تر سره کړې او د جندر ستراتیژي یا  NHLP یی هم جوړه کړې.

ورپسې نوموړې په۲۰۱۰ زیږیز کال د ماسټرۍ ډیپلوم دکابل او د واشنګټن سټیټ (Washington State University) پوهنتون څخه تر لاسه کړ.

بیایی یو کال د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسون سره دنده تر سره کړه او تر هغې وروسته یی د جندر د مسایلو د کارپوه په توګه د کانادا د سفارت د ملاتړ پروګرام (CPSU) سره دندې ترسره کړې. په (CPSU)  کې د دوو کلنو تجربې وروسته یی د کانادا د سفارت څخه د حقوقو د بخش د ښځو او نجونو د پیاوړ تیا قرارداد(WGRE)  ترلاسه کړ.

په ۲۰۱۴ زیږیز کال کی یی  د استرالیا، کانادا د سفارتونوپه  ګډون او د UNWOMEN سره د د جندر د مسایلو د خپلواکې سلاکارې په توګه دندې ترسره کړې. 

آغلې مصلح د د ادارې ، پالیسي جوړونې، د مرستو د اغیزناک توب، جندر ، څارنې او ارزونې، او د عامه مدیریت د ریفورم په برخو کې ۱۸ کلنه  تجربه لري.

 

میرمن مصلح د نړیوالیو او دیپلوماتیکو چارو په برخو کی د  USAID, GIZ,UNDP,UNWOMEN ، نړیوال بانک، د جرمني، کانادا، او استرالیا  سفارتونو کې دیوې تجربه کارې میرمنې په توګه دندې ترسره کړې. نوموړې د جندر د پالیسي او ستراتیژي په جوړولو کی، د جندر د شاملولو، مدیریت، په پرمختیایی پروګرامونو کې د ښځو د حقونو ارزونه، د جنډر د ځانګړو پروګرامونو د جوړونې او څیړنې او دهغې د پلي کیدو، دجندر دکاري ظرفیت او مهارتونو د کچې په لوړولو د ملي او نړیوالو پروګرامونو په څارنه او ارزونه کی پوره تجربه ،وړتیا او ځانګړۍ مسلکی تخصص لري. په ملي ژبو (دری او پشتو) سربیره په انګلیسی او الماني ژبوهم  بشپړ برلاسۍ لري.