په افغانستان کې د ښځو چارو وزیرې د ملګرو ملتونو د ښځو د دفتر مشري سره لیدنه ترسره کړه

د ۱۳۹۶ ام کال د تلې میاشتې په دوهمه نیټه، د ښځو چارو وزیرې آغلې دلبر نظری د ملګرو ملتونو د ښځو د دفتر مشرې میرمن ربیکا ریچمان سره په خپل دفتر کې لیدنه ترسره کړه.

د ښځو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر ترمنځ د همکاری او همغږی  دوام د دې ملاقات موخه وبلل شوه. 

په پیل کې د ښځو چارو وزیرې آغلې دلبر نظری د نړیوالو موسسو په ځانګړی توګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو چارو دفتر څخه ستاینه وکړه، د افغان میرمنو د حالت د ښه کیدو په برخه کې د ښځو چارو وزارت او د نوموړو دفترونو ترمنځ د ورته غونډو جوړول د نظریاتو بدلول او د کاري پلان شریکول ګټور وبلل، او زیاته یې کړه " د ښځو چارو وزارت د نړیوالو موسسو په همکاري د جرګو په قانون کار وکړ چې د ولسمشرۍ د دویمې مرستیالۍ پام یې ځانته راوګرځاوه او په پایله کې د ښځو چارو وزارت نظرونه د همدې قانون په اکثرو مادو کې شامل شول."

وروسته له هغې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د دفتر مشري میرمن ربیکا، د ښځو د حقوقو په برخه کې د ښځو چارو وزارت د ملاتړ او عدالت څخه خوښي څرګنده کړه، نوموړې زیاته کړه، په افغانستان کې د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر د قندهار په ولایت کې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا د سمپوزیم په جوړلو او د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي ۱۶ ورځني کمپاین چې د ( ۲۵ ام نومبر څخه تر ۱۰ام د ډسمبر) پورې دوام مومي په لاره واچوه، په دې کمپاین کې به د ښځو چارو وزارت سره تخنیکي همکاري کوي. نوموړې همدارنګه د څیړني د سرلیک ټاکنه " په رسمي او غیر رسمي طریقو عدالت ته د ښځو د لاسرسي) په اړه خبري وکړي، نوموړی دفتر په هغه څیړنو باندې کار کوي.

په لړ کې د ښځو چارو وزیرې، د څیړني ټاکنه "په رسمي او غیر رسمي طریقو عدالت ته د ښځو لاسرسي" یي د ښځو د وضعیت د ښه والي لپاره ګټور وبوله او د څیړني دوه نوری موضوعګانې " د کورنۍ لپاره نفقه راوړنکي ښځې او د ښځو سیاسي ګډون یي د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر ته وړاندیز کړ.

د یادونی وړده، د ښځو  اقتصادي پیاوړتیا سمپوزیم چې د مزار شریف په ښار کې جوړ شوي وو، دا ځل د قندهار په ولایت کې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا دویم سمپوزیم د نړیوالو همکارو موسسو په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو د ښځو د دفتر په ملاتړ په نږدي راتلونکي کې جوړیږي.