د ښځو چارو په وزارت کې د قرآن پاک د ختم مراسم

د روان کال د وږی میاشتې په شپږمه نېټه د هېواد د وروستیو شهیدانو اروا ته د دعا لپاره د قرآن کریم د ختم مراسم په سینما زینب په تالار کې ترسره شول. په دغه مراسمو کې د ښځو چارو وزیرې آغلې الحاج دلبر نظری، د ښځو چارو وزارت د رئیسانو، آمرینو او کارکوونکو ګډون درلود.

په پیل کې د ښځو چارو وزیرې د ځان وژونکو بریدونه وغندل او د خپلو خبرو په ترڅ کې یې زیاته کړه، هغه ځانمرګي بریدونو چې د افغانستان دښمنان په مقدس ځایونو( جوماتونو) کې ترسره کوي، د اسلام دین دغه وحشیانه او غیر انساني عمل په فصیح او څرګنده توګه ردوي، د اسلام سپېڅلی دین د دغو اجیرانو او مزدورانو د کړنو سره په هېڅ ډول سمون نلري. او همدارنګه نوموړې زیاته کړه، موږ د افغان مېرمنو د استازیتوب په توګه، د همدغه قران کریم ختم په وساطت سره د هېواد وسله والو ځواکونو ته بریالیتوب غواړو تر څو دوی وکولای شي د افغانستان د دښمنانو د بریدونو مخنیوي په برخه کې تل کامیاب او نیکمرغه اووسي.

وروسته ګډونوالو د قرآن شریف د ځينو سپارو په لوستلو سره د شهیدانو اروا ته دعا وکړه.