دمارچ اتمه دښځو نړیوالې ورځې په مناسبت دښځو چارو وزارت پیغام

دمارچ اتمه دښځو نړیوالې ورځې په مناسبت دښځو  چارو  وزارت پیغام

د حق او عدالت لپاره، د افغانستان ښځو دیو والي د ژمنې نوې کول

بسمه تعالی و به نستعین

ګرانو میندو او خویندو؛

ز موږ دهیواد ښځو، پدې وروستئ یوه نیمه لسیزه کی، د افغانستان د اسلامی جمهوریت په ملاتړ، یو شمیر لاسته راوړنو ته په پام سره؛ لکه په تقنیني اسنادوکی د ښځو رول او د حقونو تثبیتول، د ټولنیزو سازمانونو او بنسټونو تشکیل، اقتصادي او فرهنګي چارې، په تصمیم نیولوکی مشارکت او د ټولنې د مشرتابه په چاروکی د دوی حضور ،هغه څه دي چی، ترسره شوي دي، له بلې خوا ښځو له یو شمیر ننګونو سره لکه تعصب، توپیري چلند، بی وزلي او افراطیت په وړاندې هم خپلو لیکو ته نظم او پراختیا ورکړې سربيره پردې د تروریزم له کرغیړنې پدیدې سره هم مخامخ دي. لدې ټولو ستونزو سره باید ووایم چی، پدې سختو شرایطو کی د ښځو زیارونه او خدمتونه د ستایلو وړدی، د (مارچ اتمه) یا دښځو د نړیوالې ورځی نمانځل او کمپاین ددې شعار لاندې: چی (ددې وخت دی چی ټول په ګډه د کلیوالو ښځو په ژوندکی د مثبت بدلون لپاره هڅې وکړو ) اعلانیږي. نو هیله ده، چی، ټول ارګانونه، ادارې، سازمانونه، ملی او دولتي مؤسسې او بنسټونه، دې غوښتې ته لبیک ووايي او دشته امکاناتو په درلودلو سره دې د مارچ اتمه یا د ښځو د نړیوالې ورځې د درناوي لپاره لازم اجراآت تر سره کړي او هم دې نومیالیو او سرښندونکو ښځو د سپیڅلو او مخلصانه خدمتونو قدردانی وکړي، او دا به هم اړینه وي چی ددې ورځې په ویاړ له بی وزلو کونډو او دشهیدانو له وارثینو سره لازمې مرستې وشي.

ګرانو خویندو او وروڼو؛

د ښځو دلاسته راوړنو استحکام او پرمختګ پدی پورې اړه لري چی، ټولې اړونده ادارې او سازمانونه، خپل یووالی او هم غږي وساتي، نو لدې مخې زموږ غوښتنه له خپلو شریکانو او متحدینو څخه داده چی، د هیواد په سیموکی د ښځو د وضعیت د ښه والي لپاره د دومداره بدلون په لړکی، خپلې ژمنې عملي کړي، ترڅو د جنسیتی تساوي او تعادل لپاره لار هواره شي.

درنو هیواد والو؛!

زموږ ملي ګټې او ښګڼې په ټولنیز عدالت او سولې پورې تړلې دي، نو راځئ چی دې موخې ته د رسیدلو لپاره په ګډه مبارزه وکړو.

الحاج دلبر نظری، د ښځو چارو وزارت وزیره