هرات ته د ښځو چارو وزارت مالي او اداري مرستیالې سفر

د خپرېدو نیټه:  د ۲۰۱۷ کال اګست ۳۰ مه کټګورۍ: عمومي

آغلې نبیله مصلح ، د ښځو چارو وزارت مالي او اداري مرستیاله او د هغې پلاوي د ۲۰۱۷  کال د جولای په ۲۳ مه هرات ته سفر وکړ .

دغه دوه ورځنی سفر چې په هرات ولایت کې د ښځو وضعیت او د ښځو چارو ریاست د پلانونو پلي کولو څخه د ډاډمنتیا په موخه پلان شوی وو  د ښځو د ملاتړ مؤسسو کار او فعالیتونوڅخه هم هر اړخیزه څارنه وشوه.

د ښځو چارو وزارت مالي او اداري مرستیالې  خپل پلاوي سره  د ښځو عمومی وضعیت معلومولو او او د هرات ولایت ښځو چارو ریاست ستنونزو حلولو دپاره هرات ته سفر وکړ څو ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو  عالي کمیسیون په 63 غونډه کې ونډه واخلي.

آغلې مصلح، ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لمنځه وړلو عالي کمیسیون په غونډو کې د هرات والي د منظم حضور څخه خوښي  څرګنده کړه. هغې ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لمنځه وړلو لپاره  د دولتي ادارو  همکاري اړینه وبلله او زیاته یې کړه چې د ښځو چارو وزارت په لږه بودیجه  توان نلري چې د خلکو نیمایي نفوس حقونه ورکړي. په دې اړه مونږ د ټولو څانګو او په ځانګړي توګه د دولتي ادارو هکاری ته اړتیا لرو. 

وروسته د هرات والي ښاغلي آصف رحیمي، د تاوتریخوالي لمنځه وړولو لپاره د دې کمیسیون میاشتنۍ غونډه اغیزمنه وبلله.

د غونډې په لړ کې، د ښځو چارو وزارت مالي او اداري مرستیالې د هرات د ښوونیز مرکرونو او د ښځو بڼ څخه لیدنه وکړه. د بڼ مدیرې آغلي شمیري خلکو لخوا دبڼ د تفریحي پارک په توګه  له کارولو خپل رضایت څرګند کړ

آغلې نبیله مصلح هرات ته د خپل سفر په لړ کې، د مدني ټولنې فعالینو سره لیدنه وکړه. د مدني ټولنې فعالینو د روغتیایي ستونزو، طبي تجهیزاتو او د رواني روغتیا مرکزونو له نشتوالي شکایت وکړ او د یوه جلا زیږنتون  د جوړولو غوښتنه یې وکړه.

د ښځو چارو وزارت مالي او اداري مرستیالې د هرات د ښځو ملاتړ مرکزونو څخه هم لیدنه وکړه چې د دغه مرکزونو چارواکي د ښځو چارو وزارت دوامداره نظارت څحه خوښي څرګنده کړ او د بی وزلو ښځو ستونزې، د تابعیت تذکرې او د ذهني ناروغانو  لپاره د مرکزونو نشوالی، خپل  اصلي ستونزي وبللې.

په پای کې، آغلې نبیله مصلح چې د دوکاندارو ښځو د یوې ډلی سره خبرې کولې ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به د حکومتي چارواکو سره شریک کړای شي څو د حل مناسب لاري وموندل شي.