په سیمه ایزو ادارو کې د رهبری په کچه د ښځو ګډون د پیاوړتیا لپاره د شبکې جوړولو کنفرانس ترسره شو

د ۱۳۹۶ ام کال د وږي میاشتې په ۲۸ مه د سې شنبي په ورځ په سیمه ایزو ادارو کې د رهبری  په کچه د ښځو ګډون د پیاوړتیا لپاره د شبکې جوړولو کنفرانس کې د ښځو چارو وزیرې آغلې دلبر نظری، د سیمه ایزو ادارو مشرعبدالمتین بیک، د ښځو چارو وزارت د پالیسي او مسلکي چارو مرستیالې سپوږمۍ وردګ، نورو دولتي ادارو او مدني ټولنې د حکومت د رسنیو مرکز د کنفرانسونو په تالار کې ګډون کړی وو.

د ښځو چارو وزیرې آغلې دلبر نظری وویل: په سیمه ایزو ادارو کې د ښځو شتون ډیر محدود دی. میرمن نظری زیاته کړه، سیمه ایزو ادارو کې د ښځو شتون کم دی. هغې وویل: "څیړنې ښیي چې ښځې په ولایاتو،ولسوالیو او کلیو کې د واک او سیاست په برخه  کې د لږو فرصتونو څخه برخمنې دي. "

د ښځو چارو وزیرې ټینګار وکړ، په سیمه ایزو ادارو کې د امنیت نه شتون، ټولنیز او فرهنګي مسایل، د کچې ټیټوالي د میرمنو لپاره عمده خنډونه بلل کیږي.

د سیمه ایزو ادارو مشرعبدالمتین بیک، په دې کنفرانس کې د خپلو خبرو په لړ کې په دولتي ادارو کې، په ځانګړي توګه په سیمه ایزو پریکړو کې د ښځو د ونډې اخیستنې او پیاوړتیا په اړه ټینګار وکړ، او ویېویل، په هغو سیمو کې چې ښځو د پریکړو کولو په برخه کې مهم رول درلوده، پروګرامونه هم په اغیزمنه توګه پلي شوي.

په دې کنفرانس کې د ښځو چارو وزارت د پالیسي او مسلکي چارو مرستیالې سپوږمۍ وردګ چې د پنل غړې هم وه، په سیمه ایزو ادارو کې یې د ښځو زیاتوالي د حکومت د مهمو پروګرامونو څخه وبوله، او د ښځو د ګډون په پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.