مطبوعاتي خبرتیا

د روان کال د وږی میاشتې په پنځمه نېټه د ترلاسه شوو راپورونو پر بنسټ، په سرپل ولایت کې ۲۵ کلنه ښځه د وسله والو طالبانو لخوا ووژل شوه. 

د ښځو چارو وزارت مشرتابه هیئت د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی غندي او د دیني او انساني ارزښتونو خلاف یې بولي. د ښځو چارو وزارت د عدلي او قضایي چارواکو څخه غوښتنه وکړه تر څو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته پاملرنه وکړي او همدارنګه د دیني عالمانو څخه یې هم غوښتنه وکړه چې د دیني او انساني ارزښتونو پر بنسټ د ښځو د حقونو په هکله د پوهاوي کچه لوړه کړل شي.  

د ښځو چارو وزارت مشرتابه هیئت