په کابل کې د هالنډ د سفیر مرستیالې سره د ښځو چارو وزیرې لیدنه

د روان کال د وږي میاشتې په شپږمه نېټه د ښځو چارو وزیرې آغلې الحاج دلبر نظري د هالنډ د سفیر مرستیالې مېرمن شرمیلا بیهاري سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.   

د کاري اړیکو ښه والي او د افغان مېرمنو څخه د هالنډ سفارت ملاتړ، د دغې لیدنې موخه وبلل شوه.

په پیل کې د ښځو چارو وزیرې مېرمن دلبر نظري، په افغانستان کې د سفارتونو د ملاتړ او همکارۍ څخه خوښي څرګنده کړه، د ښځو څخه د ملاتړ په برخه کې یې د هالنډ سفارت د پروګرامونو او پلانونو په هکله وپوښتل.

وروسته بیا د هالنډ د سفیر مرستیالې، مېرمن شرمیلا بیهاري په افغانستان کې د پروګرامونو او پلانونو په اړه خبرې وکړې، هغې د افغان مېرمنو څخه ملاتړ د خپلو موخو څخه یوه موخه وبوله او ویې ویل: «د افغان مېرمنو څخه ملاتړ او د دوی پیاوړي کول زموږ د موخو څخه یوه موخه ده. د دې موخې د لاسته راوړلو لپاره موږ دوه بنسټیزه پروګرامونه په پام کې لرو، ټولنیز عدالت ته د ښځو لاسرسی او د افغان مېرمنو اقتصادي پیاوړتیا. دا پروګرامونه به موږ د ښځو چارو وزارت په همکارۍ تطبیق کړو.»

په دې ترڅ کې د ښځو چارو وزيرې د هالنډ سفارت د موخو او پروګرامونو څخه هرکلى وکړ، نوموړې زیاته کړه چې «خوشحاله یم چې تاسو د افغان حکومت د موخو او پروګرامونو د پیاوړتیا څخه ملاتړ کوۍ. د ټولنیزې بې عدالتۍ پر وړاندې مبارزه، عدالت او اقتصادي خپلواکۍ ته د افغان مېرمنو لاسرسی، د ښځو چارو وزارت د پروګرامونو څخه بلل کیږي.»

دافغانستان حکومت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کمولو او ښځو ته د ټولنیز عدالت د لاسرسۍ په برخه کې هڅه کوي تر څو د جرګو په پرېکړو کې اصلاحات رامنځنته کړي او د ښځو وضعیت د ښه والی لپاره د ولسي جرګو قانون تدوینوي.