ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي عالي کميسيون څلور اویایمه غونډه ترسره شوه

د روان کال د وږي  میاشتې  په اتمه نیټه ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي عالي کميسيون څلور اویایمه غونډه د ښځو چارو وزارت مالي او اداري مرستیالې  آغلې نبیله مصلح په مشري ، د وزارتونو مرستیالانو او وړو استازو په ګډون د سینما زینب په تالار کې ترسره شوه. 

د ښځو ننګونې او ستونزې او دې ننګونو او ستونزو ته د حل لارې موندل د دې غونډې موخې  وبلل شوې .

د غوندې په پیل کې میرمن مصلح ګډون کوونکو ته ښه راغلاست ووایه، آغلې د خپلو خبرو په پیل سره، په هېواد کې د تاوتریخوالي  وروستي پېښې  وغندلې  او د تیروغونډو د راپورونو  غوښتونکي شوه.

وروسته بیا د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي عالي کمیسیون منشي مژګان آریا، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي  مخنیوی عالي کمیسیون تیروغونډو د پریکړو د پلي کولو په اړه راپور وړاندي کړ.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري ګرځندوې مرستیالي پوهنیار سیده مژګان مصطفوی، د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو مرستیال، ډاکټر فدا محمد پیکان، د کورني  محکمې مشرې رحیمه رضایی ، په افغانستان کې د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون کمشنر، قدریه یزدان پرست او د افغانستان د مدافع وکیلانو خپلواکې ټولنې مشر، روح الله قاریزاده  د وزارتونو وړو استازو چې د دې  کمیسیون غړیتوب یي درلود په غونډه کې ګډون کړی  وو. په نوموړي غونډه کې د مدني شخړو د اصلاحاتو قانون په اړه، د بشري حقونو د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د کمیټې په اړه، په مرکز او ولایاتو کې ښځو په وړاندې  د تاوتریخوالي د قضیو د ثبتولو د بهیر پیاوړتیا په اړه د پروان، کاپیسا او ډایکندي ولایاتو کې د تاوتریخوالي کمیسیونونو لپاره د روزنې پروګرامونو او علمی سفرونو  په ترسره کولو بحث وشو.

پای کې، آغلې نبیله مصلح د غونډې ګډونوالو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دې  کمیسیون غړي به په یادو شوو موضوعګانو په جدي توګه کار وکړي او د لا ډیرو بریالیتوبونو هیله وکړه.