د ښځو چارو وزارت د نوي ټاکل شوو رئیسانو ورپیژندنه

د روان کال د وږي میاشتې په څلورمه نېټه د ښځو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستيالې آغلې نبیله مصلح، مېرمن شکیلا نظري او مېرمن لطیفه الطاف چې د آزادې سیالۍ د بهیر له لارې بریالي شوي وو د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس او د کابل ولایت د ښځو چارو د رئیس په توګه رسماً معرفی کړل.

 

په پیل کې د بشري منابع سرپرستې آغلې ریحانه احمدي د نوي ټاکلو رئیسانو نومونه ولوستل.

وروسته آغلې نبیله مصلح د دغې وزارت د نوي ټاکل شوي رئیسانو د هڅو او لاسته راوړنو څخه هرکلی وکړ، او د رئيس په توګه د دوی برياليتوب یې د هغوی د کار او دوامداره هڅو محصول وبوله.

 

د اطلاعاتو او عامه اړیکو نوې رئیسې آغلې شکیلا نظري، د ښځو چارو وزارت د مشرتابه هیئت د باور او هڅونې څخه مننه وکړه او د دې ریاست د کاري سیسټم د بهبود لپاره یې خپل پلانونه ګډونوالو ته تشریح کړل.

د یادونې وړ ده چې شکیلا نظري پخوا د ښځو چارو په وزارت کې د اطلاعاتو او رسنیو سره د اړیکو د آمرې په توګه دنده ترسره کړې، نوموړې د کار د پرمخ وړلو په برخه کې د غوره تاکتیک او وړتیا څخه برخمنه ده. مېرمن نظري خپلې لوړې زده کړې د ژورناليزم په برخه کې د کابل پوهنتون څخه ترسره کړي او یو څو کاله یې په رسنیو کې دنده سرته رسولې، همدارنګه آغلې لطیفه الطاف له دې مخکې د کابل باغ زنانه د ملاتړ مرکزونو د آمرې په توګه دنده ترسره کړې.