د فیفا دفتر مسؤولینو سره د ښځو چارو وزارت مالي او اداري مرستیالې لیدنه

د خپرېدو نیټه:  د ۲۰۱۷ کال اګست ۳۰ مه کټګورۍ: عمومي

د ښځو چارو وزارت مالي او اداري مرستالې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (FIFA) دفتر مشر او غړو سره د ۱۳۹۶ کال د زمري په لسمه، خپل په کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

دغه غونډه چی په پارلماني ټولټاکنو کې د ښځو ونډه اخیستنې په موخه جوړه شوې وه، د پارلماني  ټولټاکنو په بهیر کې  د ښځو پر رول او د  کډون  پر  څرنګوالي خبری وکرې. 

لومړی، آغلې نبیله مصلح، په ټاکنو کې د ښځو پر ګډون خبرې وکړې او زیاته يې کړه چې د ښځو رول د هیواد په ټولو چارو کې، په تیره بیا په کلتوري، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو سکتورونو کې د ټولنې پراختیا او د بې عدالتۍ د لمنځه وړلو لپاره اړین دی او په ټاکنیز بهیر کې د ښځو ګډون د هغوی حق دی. د ټاکنیزې پروسې څارنه بې له شکه روڼتیا رامنځته کوي او د ښځو شتون  زیاتوي.

وروسته د فیفا دفتر مشر د ښځو له ستونزو یادونه وکړه او د دې دفتر د نوي پروګرام په اړه یې معلومات ورکړ او ویې ویل، د ازاد او عادلانه انتخاباتو بنسټ دفتر  د ښځو سیاسي ژوند پراختیا لپاره نوی پروګرام چمتو کړی، چې د دې پروګرام په  پلي کولو سره به د  ښځو  سیاسي ګډون ډیر شي. نوموړي د (ښځو سیاسي پراختیا پروګرام) د پلي کولو لپاره د ښځو چارو وزارت د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه. 

وروسته  په ولایتونو کې د فیفا دفتر غړو د ولایتی ښځو وضعیت په اړه خبرې وکړې. په ټاکنو کې د ښځو لږ ګډون، د ښځو د ملاتړ مؤسسو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی، په عامه او خصوصي سکتورونو کې د ښځو لږ ګډون او جبري ودونه،  په ولایتونو کې د ښځو اصلي سونزې وبللې.

په پای کې، دواړو لوریو  د همکارۍ د تفاهملیکپه لاسلیکولو باندی موافقه وکړه، چې د هغې پر بنسټ به د ښَځو سیاسي ګډون او  په ټولټاکنو کې د هغوی د ونډې له زیاتوالي څخه لازیات ملاتړ وشي .