د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (UNDP) دفتر د استازو سره د ښځو چارو وزیرې لیدنه

د روان کال د وږي میاشتې په پنځمه نېټه د ښځو چارو وزیرې آغلې الحاج دلبر نظری د UNDP دفتر د اجما پروژې کارکوونکو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د دې لیدنې موخه، د UNDP دفتر د نوي پروګرامونو په هکله خبرې او د ښځو چارو وزارت سره د دغې دفتر د کاري اړیکو ښه والی او همغږي وبلل شوه.

په پیل کې د ښځو چارو وزیرې، په ټولنه کې د ناوړه دودونو په اړه خبرې وکړې، د قومي جرګو په پرېکړو کې اصلاحات راوړل یې اړین وبولل او زیاته یې کړه: «د ښځو چارو وزارت د هڅو سربېره، په ولایتونو کې مېرمنې لا تر اوسه هم د ناوړه دودونو څخه رنځ وړي، اجباري او په کم عمر کې ودونه زموږ د سترو اندېښنو څخه دي، زموږ خلک لا ډېر پوهاوي ته اړتیا لري، په دې برخه کې د دیني عالمانو او ځوانانو رول اغېزمن بلل کیږي.»

وروسته د UNDP استازي ښاغلي سیف الله سائس د دغه دفتر د پلان او د پوهاوي نوي پروګرام په اړه خبرې وکړې، نوموړي وویل: « UNDP دفتر دغه وار خپل نوی پروګرام چې د اجما په پروژه کې شامل دی، په لار یې اچولی دی. د ښځو چارو وزارت په همکارۍ سره موږ کولای شو چې په ټولنه کې د ښځو وضعیت د ښه والي په برخه کې مثبت بدلونونه رامنځته کړو.» نوموړي د پوهاوي د کمپاین رامنځته کېدو په اړه خبرې وکړې، دا کمپاین د دیني عالمانو او ځوانانو لخوا ترسره کیږي.

د لیدنې په ترڅ کې مېرمن نظري، د پوهاوي کمپاین د پیل څخه هرکلی وکړ او د دې پروژې د چارواکو څخه یې غوښتنه وکړه چې د افغان مېرمنو د وضعیت ښه والي لپاره بنسټیز کار ترسره کړي.

په پای کې دواړو خواوو موافقه وکړه، چې دغه پروګرام به د وږي د میاشتې په پای کې د ښځو چارو وزارت په همکارۍ او ملاتړ په رسمي بڼه په لار واچول شي.

د یادونې وړ ده چې د اجما پروژه د UNDP پروژو څخه ده، د دې پروژې د کمپاين غړي ديني عالمان او رضاکاره ځوانان دي، د دې پروژې د پروګرامونو څخه یو پروګرام د جنډر د برابرۍ په اړه پوهاوی او د مېرمنو پیاوړتیا ده. دا پروګرام اوس محال د UNV دفتر په همکارۍ او د ښځو چارو وزارت په ملاتړ د هرات او کابل ولایت کې پلي کیږي.