د ښځو چارو وزیرې د پل چرخي صنعتي ښار ګوټي څخه لیدنه ترسره کړه

د روان کال د وږي میاشتې په ۲۶ مه ، د ښځو چارو وزیرې آغلې دلبر نظری، د ښځو چارو وزارت د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیالې میرمن سپوژمی وردک، د افغانستان د صنایعو او کانونو خونو مشر شیر باز کمین زاده، د افغانستان د صنايعو د اتحاديې مرستيال محمد احسان صافی، د هیواد د صنایعو او کانونو مرستيال انجینیر عبدالرحیم فیضان، د شهرت د بوټانو کارخانې مشر عبدالجبار صافی، د ښځو چارو وزارت سلاکارانو، لوړپوړو چارواکو او د هیواد رسنیو د پلچرخي صنعتي ښارګوټي د تولیداتو او کارکونکو په ځانګړې توګه د ښځینه کارکونکو د حالت او کاري شرایطو او همدارنګه ( د ملي کارخانې، د شهرت د بوټانو جوړونې کارخانې او د تبسم د ممیزو پاکونې کارخانو څخه لیدنه وکړه.   

په پیل کې د ښځو چارو وزیرې، د ملي کارخانې( نظامي یونیفورم، د بوټ جوړونې او د هیواد پوځ لپاره د اور ضد توشکونو د کارخانې څخه لیدنه ترسره کړه) نوموړې کارخانه دوه کاله مخکې فعاله وه، او۶۰۰ کارکوونکي یې درلودل چې د هغې جملې څخه ۵۰۰ یې ښځې وې، نوموړی کارخانه د ځینو ستونزو له کبله پاتې راغله او د افغانستان دولت سره یې قرارداد ونشو کړای له همدې وجې، په لسګونو میلیونه سرمایه غیر فعاله ده.

په پیل کې د هیواد د ښځو چارو وزیرې آغلې الحاج دلبر نظری، د دې کارخانې د خراب حالت په لیدلو خواشیني څرګنده کړه، او د دې ملي کارخانې  د غیر فعالولو د لاملونو غوښتونکي شوه.

وروسته بیا د دې کارخانې مشر ښاغلي محمد احسان صافي، د ښځو چارو وزیرې، د ملي کارخانې څخه لیدنې په اړه خپله خوښې څرګنده کړه، نوموړي د خپلو ویناوو په لړ کې زیاته کړه، د ټولو نړیوالو معیارونو سره سم، ملي کارخانه چمتو ده چې د افغانستان دولت په ځانګړې توګه د هیواد نظامي پوځیانو ته خدمتونه وړاندې کړي. له بده مرغه، د اداري فساد د ځینو مافیاوو د ښکیلتیا په وجه، موږ نشو کولای د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره قرارداد وکړو، د نظام دننه د فساد مجرمین د خپلو شخصي ګټو لپاره چینایي شرکتونو سره قراردادونه کوي، او د دوو کلونو راهیسې زموږ کارخانه غیر فعاله ده. په پای کې ښاغلي صافي، د افغانستان د کابینې غړې،  د ښځو چارو وزیرې څخه وغوښتل چې د افغانستان د صنعت خراب حالت، په تیره بیا د افغانستان د ملي کارخانې وضعیت د دولت لوړپوړو چارواکو ته ورسوي.

وروسته بیا د ښځو چارو وزیرې ژمنه وکړه چې د افغانستان د کسبګرو غږ، په ځانګړي توګه د افغانستان د ملي کارخانې بد وضعیت به لوړپوړو چارواکو ته ورسوي.

سمدستي، د ښځو چارو وزیرې د ملي فابریکې د لیدني څخه وروسته، د علاج مطمئن د درملو او د شهرت د بوټانو کارخانې د کارکوونکو په ځانګړي توګه د ښځینه کارکوونکو څخه لیدنه ترسره کړه. همدارنګه د ښځو چارو وزیرې، د شهرت بوټانو جوړوني د کارخاني مشر ته بلنه ورکړه چې د ښځو چارو وزارت او د ښځو باغ تر څنګ د دوی د محصولاتو د ښودلو او خرڅلاو لپاره یو ټاکلي ځای جوړ کړي، تر څو کورني محصولات هیوادولو ترمنځ مشهور شي. دا کار به د کورني صنعت د پرمختګ سبب وګرځي.

په پای کې، د هیواد د ښځو چارو وزیرې او د هغې مل پلاوي ، د تبسم د ممیزو کارخانې د کارکوونکو وضعیت وارزاوه او د خپلو خبرو په لړ کې یې زیاته کړه؛ موږ د افغانو میرمنو د استازو په توګه د ( ملي کارخانې، د علاج مطمئن د درملو کارخانې، د شهرت د بوټانو کارخانې او د تبسم د ممیزو پاکونې کارخانې څخه منت ګذاری کوو ځکه چې دوی د خپلې ایماني او وجداني دندو په ترسره کولو کې د ټولنې نیمایي برخه (میرمنې) په خپلو کارخانو کې جذب او په دندو ګمارلي، له دې کبله، د میرمنو باور په خپلو ورونو باندې زیاتیږي، او د دوی تر څنګ د یو پیاوړي مټ په توګه کار کوي.

د یادونې  وړ ده چې د تبسم د ممیزو پاکونې په کارخانه کې ۳۶ میرمنې په کار بوختې دي.