د ښځو چارو وزارت پیام د مارچ د اتمی نریوالی ورځی دنمانځلو په اړوند

بسم الله الرحمان الرحیم

 

دافغانستان با شهامته او زړورو ښځو،
تاسو د تیرو 17 کلونو په اوږدو کې د افغانستان اسلامی جمهوري دولت په ملاتړ مهمې لاسته راوړنې لری، د ښځو د مساواتو داعیه په اسناد او قوانینو کې بنسټیزه شوه. ځینو ښځو د قدرت په اهرم کی مناسب ځای او موقعیت وموند. د هغو رغنده ونډه په خدماتی او مشرتابه پ برخه کی جوته شوه.

له هغه ځایه چی د ښځو وده او سوکالۍ په ملی پرمختیا کې نغښتی دی او د ښځو برخلیک د ملي حاکمیت څخه جلا نه ده، نو له دې امله، د حکومت او ملت په څنگ کی یاست او د سولې او پخلاینې د ملاتړوو په توګه خپلوو کارنوو ته دوام ورکړي.

گرانو نجونو او میرمنوو،
راځی چی د ښو فرصتونو په ترلاسه کولو، د ډیرو پرمختیاوو وړ شوو. سرچینو او امکاناتو ته لاس رسی وموندو، او د ځان او خپلی ټولنی موجوده وضعه بدله کړوو. د گډون له لیاری په ټولو چارو کی خپله وړتیا وازمایوو.

اوس، ددی وخت دی چې د تیری یوی نیمی لسیزی د لاسته راوړنو د ساتلو لپاره سره یو موټی شوو. د ستونزو په مقابل کی د اندیښنو او شاتگ پرځای، هوډونه او تعهدات سره نوی کړوو. او نړیوال پیوستون ته ارزښت ورکړوو. او د مارچ دیوسلو یوولسمی کالیزی په لمانځلو سره له خپلو تاریخی لاس ته راوړنو څخه ننگه

وکړوو. په درناوی

الحاج دلبر نظری

د ښحو چارو وزارت