د جندر له نظره د بودیجې د حساسولو له لارېپه ادارو کې د جنډر د برابرۍ لپاره د عملی ګامونه اخیستل

په ادارو کې د جنډر د برابرۍ لپاره عملي ګامونه او د ښځو پیاوړتیا د جندر له نظره د بودیجې د حساسولو پروګرام  د ښځو چارو وزیرې آغلې دلبر نظري پهمشري ه، د نشه يي توکو سره د مبارزې وزیر ې آغلې سلامت عظیمي ، د لومړۍ میرمن د رسنیو مشاوره آغلې زهره یوسف ، مالي او اداري مرستیاله آغلې نبیله مصلح،  ګ د ښځو چارو وزارت د پالیسي او مسلکي چارو مرستیاله سپوژمې وردګ او د نورو وزارتونو مشاورینو او مرستیالانو په ګدون د 1396 کال د  تل ي میاشت ي په 4 مه نیټه د پارک ستار هوټل د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شو.

په لومړي سر کې د ښځو چارو وزیرې آغلې دلبر نظري دغه پروګرام پرانیست او ګډونوالو ته یې هرکلی ووایه او زیاته یې کړه : دښځو د پیاوړتیا لپاره کوم پرمختګونه چي تر اوسه شوي د پام وړ ندي، ځکه  موږدا پروګرام پیل کړ ترڅو د افغانو میرمنو غږ د دولتي ادارو چارواکو ته ورسوو تر څو د هیواد  میرمنېاو نارینه د مساوي حقو فو څخه برخمن شي. د دي لپاره همغږي  او جديت د ښځو د پرمختګ لپاره د اړینو او ضروري اړتیاوو  څخه بلل کیږي .

د ښځو چارو وزیرې ټینګار وکړ، چې د ښځو ستونزې باید د وزارتونو په پالیسي کې  زیاتيش ي.  له همدې امله د پالیسي د مرستیالانو څخه غوښتنه کوو چ ې  د ښځو پیاوړتیا تاسو پوري تړلې او د ښځو بریالیتوب رمزستاسو په واک کې د ې.

وروسته بیا ً د ښځو چارو وزارت د پالیسي او مسلکي چارو مرستیال ي آغلې وردګ د ګډونوالو د شتون څخه خوښي  څرګنده کړه، نوموړي زیاته کړه؛ زمونږ نني پروګرام  څلور موخې لري؛ " ژمنه، لید لور، ماموریت او ستراتیژیک هدف".

ژمنه: د ښځو چارو وزارت د ښځو د شرعي او قانوني حقوو د ټینګښت په ټولو برخو، د روغتیاي، ښووني، اقتصادي، کلتوري، سیاسي او اجتماعي  اړخونو کې د ملي او بین المللي ژمنو په مطابقت سره ژمن دي.

لید لور: سوکاله افغانستان، د جنسیتي تاوتریخوالي څخه پاک، د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو او نارینه وو لپاره مساوي فرصتونه او خوندي ژوند.

ماموریت: د دولت  په ټولو برخو  کېد عدالت او جنډر د برابرۍ یقیني کول، د قوانینو، پالیسیو ، پروګرامونو ، پروژ و، خدمتو نو او فعالیتون نو څخه شروع تر کارموندنې د بهیر پوري، د بودیج ې، روزن ې، ترفیع، او د امتیازونو او فرصتونو ترتخصیصه. 

ستراتیژیک هدف: په عامه نظر کې اصلاحات او د ښځو پر وړاندې د  قوانینو، پالیسیو، پروګرامونو او دولتي پروګرامونو کې د تبعیض ځخه مخنیوي. .

 وروسته بیا د ښځو چارو وزارت مالي او اداري مرستیالې آغلې مصلح، د بلخ ولایت د سمپوزیم په اړه خبرې وکړي  او زیاته یې کړه؛ د ښځو رښتینې اړتیاوې باید وڅیړل شي او پالیسۍ باید د دي اړتیاوو  پر  بنسټجوړې شي، د ښځو چارو وزارت د ولایتي سمپوزیم په جوړیدو سره یوه شبکه جوړه کړی ترڅو ښځې د ولایتو او زون په کچه خپلې ستونزې یو د بل په همکارۍ حل کړي.

د یادون نی وړ ده،  چېد لومړۍ میرمن د رسنیو مشاورې آغلې زهره یوسف د سمپوزیم په ارزښت او  تاریخي کورس باندي خبرې وکړ ي او د تیرو در یو کلنو  سمپوزیم یي د هیواد د ښڅو لپاره ډیر اغیزمن  وبوله د ښڅو چارو وزارت او حکومت لپاره یي لویه لاسته راوړنه وبلله.

وروسته بیا د وزارتونو استاز و او مرستیالانو په یو ازاد بحٍث کې د ښڅو د پیاوړتیا پر پالیسۍ او د جنډر په برخه کې د کاري کمیټی رامنځ ته کول، د (بلخ،سمنګان،سرپل،جوزجان،او فاریاب) په ولایاتو کې د سمپوزیم عملي پلان، او په  اداروکې د جنډر د واحدونو په پیاوړتیاباندي  بحثوشو.