د ښځو د وضعیت په اړه د کمیسیون د ۶۱ مي غونډي وروسته د وزارتونو د کمیټو ترمنځ د تعقیبي دوهمه غونډه ترسره شوه

د تلي میاشتي په څلورمه نیټه، د ښځو د وضعیت ( CSW) په اړه د کمیسیون د ۶۱ مي غونډي وروسته، د وزارتونو د کمیټو ترمنځ د تعقیب دوهمه غونډه د ښځو چارو وزارت د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه

د ښځو د وضعیت  ( CSW)  په اړه   د وزارتونو د کمیټو ترمنځ د تعقیب دوهمه غونډه د عملي پلان د بشپړولواو د افغانستان د ژمن و د پلي کولو په موخه جوړه شو ي  وه.

 د غونډ په پیل  کېد هېواد د ښځو چارو وزیرې، د وزارتونو استازو د ګډون څخه خوښې څرګنده ګړه، د ښځو د وضعیت د ښه وال ي  او  د  CSW د مخکینۍ غونډ د توافق شو ي  پایلېاو د عملي پلان د پلي کولو لپاره د اړوندو دولتي او خصوصي موسس و همکاري  اړینه  وبللهاو زیاته يې کړه : په ۶۱ مه غونده کې د  افغانستان د ژمن و د  پليکولو لپاره، د ټولو ادارو مرسته اړینه ده، د  ښځو چارو وزارت، د ښځو د مرستندویه موسسو په همکارۍ سره غواړي چي  د  CSW په راتلونکي غونډه کې د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې  ښيلاسته راوړن ي وړاندې کړي.

وروسته د کرنې او مالدارۍ وزارت استازي د د ې وزارت د لاسته راوړنو او پلانونو په اړه خبرې وکړې، د ښځو د کرهنیزو او حیوانی محصولاتو لپاره د مارکیټ جوړول یي د خپلو پروګرامونو څخه یو پروګرام وګڼه او ټینګار یې وکړچی،  په کلیو کې به د کرنې او  خوراکي توکو دپروسس پروګرامونه په نږدې راتلونکې کې جوړ شي .

په  لړکې د پوهنې وزارت، مدني ټولن ې او د امور اداري استازو د دې مسلې په اړه خپلې لاسته راوړنې او پروګرامونه  وړاندې کړل، او په لرې سیمو کې، په ښه معاش د ښځینه ښوونکو د ګمارنې د پروس ې  په اړه خبر ورکړ او په هیواد کې د ښځو د فعال ګډون د ارزښت په اړه د پوهاوي دپروګرام وړاندیز وشو..

وروسته بیا، د عامه معلوماتو او اړیکو مشري آغلې شکیلا نظرې  د سیدا کنوانیسیون د تړون سره سم  د  پوهاوي په کمپاینو نو ،  د ځورونې د مخنیوي په اړه روزنې ، د تاوتریخوالي کمول، د ښځو د وضعیت د ښه والې لپاره د رسنیو رول روښانه کول، د  ټولنیز جنډر برابرۍاو د ښځو د حقوقو په اړه خبرې وګړ ي.

په پا ی کېد کمیټې غړ و موافقه وکړه چې د ښځو چارو وزارت د ((CSW د غړیتوب لپاره د بهرنیو چارو وزارت په همغږۍ عمل کوي.

د یادونې وړ ده چي د ښځو چارو وزارت د لومړې څل لپاره  د افغانستان د ژمنو د  پلي کولولپاره د ښځو د وضعیت په یو شپیتمه غونډه چې د 2017 د مارچ په  میاشت کېترسره شوې وه تطبیقي پلان جوړ کړ او د دي پلان د  پلي کولولپاره د وزارتونو د کمیټو ترمنځ هره  میاشت خپلېتعقیبي غونډې ترسره کوې.