دكتور حسن بانو غضنفر
دكتور حسن بانو غضنفر د عبدالغفار لور په ۱۳۳۶ لمريز كال كې چې له ۱۹۵۷ زيږديز كال سره سمون لري، د بلخ ولايت په یوې ړون اندې کورنۍ كې دنيا ته راغلې ده.
ښوونځى يې د مزار ښار د سلطان رضيې په ليسه كې پاى ته رسولې.
وروسته له دې چې د لیسې دوره یې په بریالیتوب سره پای ته ورسوله، پخپل خوښه د ژبې او ادبیاتو پوهنځي کې شامله شوه او ډیر ژر د پوهنتون له تحصیلي بورس څخه په استفادې سره د شمالي قفقاز ښار ته ولاړه. په ۱۳۶۲- ۱۹۸۳ کال کې یې د ژبې، ادبیاتو او ټولنپوهنې په برخه کې یې د لیسانس او ماسټرۍ ډیپلوم تر لاسه کړ او بیرته وطن ته راستنه شوه او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي په علمي کدر کې شامله شوه، څه موده یې نوموړې دنده تر سره کړه او په ۱۳۶۳- ۱۹۸۴ کال کې د تحصیل د دوام او دکتورا د درجې د ترلاسه کولو په موخه د پترزبورګ ښار ته ولاړه.
نور