په پکتیا دښځوچارو ریاست د ټاکنو کې د ښځو د ګډون پروسې په اړه راپور

د پکتیا دښځو چارو ریاست د خپل مشرانو د هدایتونو،خبرتیاوې،د اړوندو ارګانونو سره د تړنونو د لاسلیک او قراردادنو پر بنیاد د انتخاباتو کې د ښځو ګډون لپاره جدی عامه پوهاوی او کار کوي ،او هره ورځ په غونډو ،جلسو او ورکشاپونه کې عامه پوهاوی ترسره کوي ترڅنګ لاندې دندې ترسره کوي .

  • د ښځو چارو ریاست ټول کارمندان او همکاران په کور کلي او لسوالیو کې د انتخاباتو په پروسه د ښځو ګډون په اړه عامه پوهاوی ترسره کوی او لګیا دي .
  • همدرانګه د خپلې فیسبوکي ادرس په ولایت کې د محلي راډیو ګانو له لارې په ګردي میزونو کې د ټاکنو په پروسه د ښځو ګډون په اړه عامه پوهاوی ترسره کوي .
  • د ښځو چارو ریاست خپل دواړه موټرونه ،د ښځو لپاره د تګ راتګ لپاره وقف کړي دي ،چې ځینې مصرفات د ریسې له خوا ورکول کیږي .
  • هغه ښځې ،چې عسکونه نه لري او یایې په ښار کې عسکونه یا انځورونه نه شي اخیستي د پکتیا د ښځو چارو ریاست ورته د عکس اخیستلو او چاپ زمینه برابره کړي ده ،چې تراوس پورې تر سلو زیاتو ښځې خپل انځورونه ترلاسه کړي .
  • هغه ښځې ،چې نه غواړي انتخاباتي سیټونه ته لاړې شي او تذکرې واخلي نو دهغو ښځو ته په ریاست کې د کارمندانو له خوا ورته فورمې ډکیږي او بیرته انتخاباتي سیټونو پروسې ته لیږل کیږي .
  • هغه ښځې ،چې غواړي انتخاباتی تذکره واخلي او فورمي نه شي ډکولی او یایې څوک ضمانت نه شي کولای موږ د هغو ښځو لپاره د فورمې ډکولو لپاره لګیا او دا دوی ضمانت د پکتیا ښځو چارو ریاست ترسره کوي .

ستونزې:

  • د ټاکنو د کمیسیون له خوا د عامه پوهاوی نه شتون .
  • د پروسې د وخت کمښت
  • د سیار ټیمونه کمښت
  • د امنیتي ارګانونو نه همغږي او د دوی خپل ښځینه کسان امن ځایونه کې ګمارل .