د مور ورځې په مناسبت د جلالتمآب جمهور رییس پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

د مور ورځې په مناسبت د جلالتمآب جمهور رییس پیغام

د مور نیکمرغه ورځ دې ټولو میندو او ټولو خلکو ته مبارکه وي. خوشحاله یم چې موږ په خپل هیواد کې دغه ورځ لمانځو او میندو ته په ملي کچه د احترام د وړاندې کولو او د هغوی په ستونزو د غور کولو یو ښه فرصت مومو.

 له ښه مرغه د ښځو حقونو او د کورنۍ موسسې ته د افغانستان په اساسي قانون او نورو قوانینو کې لازمه توجه شوې ده. د افغانستان د اسلامي جمهوریت اساسي قانون د ښځو د حقه حقونو د دفاع او حمایت لاره پرانیستي ده او دا اوس د دولت او خلکو شریکه وظیفه ده چي د دغو حقونو د تحقق لپاره کار وکړي.

  له دې سره سره چې د اولاد د زوکړې په وخت د میندو د مړینې اندازه کمه شوې ده خو په دې برخه کې نور ډیر کار ته هم ضرورت دی. دغه راز، په کم عمر د ودونو خلاف باید خلک، حکومت، علما، رسنۍ او د ټولنې مصلحان په شریکه مبارزه وکړي.

 افغانان دا حق لري چې په تېرو کلونو کې د ښځو د حقونو په برخه کې په خپلو لاس ته راوړنو وویاړي، خو دا هم یو څرګند حقیقت دی چې ډیر مزل مو لا په مخ کې دی. د مور ورځ، د ښځو نړیواله ورځ او داسې نور مناسبتونه باید یوازې د مبارکیو نه بلکې د ښځو او میندو د انساني حقونو د تحقق په لاره کې د شته خنډونو او بریاوو د ارزونې فرصتونه هم وي.

  د افغانستان د اسلامي جمهوریت رییس، محمد اشرف غني