د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د جلالتمآب جمهور رییس پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د جلالتمآب جمهور رییس پیغام

د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان ټولو خلکو او په تیره بیا افغانو مېرمنو ته مبارکي وایم.

له نېکه مرغه د ښځو نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځو چې د خپلو حقه حقونو د ترلاسه کولو لپاره د افغانو میرمنو اواز، د دوی د خپل انسجام او تحرک په برکت، تر بل هر وخت لوړ او رسا دی.

د افغانستان اساسي قانون چې د هیواد د اتباعو تر منځ تبعیض منع کړی او ښځو او نارینه دواړو ته یې په اجتماعي ژوند کې د برابر فرصت زمینه برابره کړې ده، له دې زمینې څخه افغانو مېرمنو له تحمیلي جنګ سره سره ، په تیرو کلونو کې مثبته استفاده وکړه . موږ اوس په پوهنتونونو کې، په مسلح قواوو کې، په عدلي نظام کې، په خپلو سفارتونو کې، د اقتصادي فعالیت په مختلفو ساحو کې، په مدني ټولنه کې او د اجتماعي ژوند په کابو ټولو برخو کې د ښځو محسوس او مخ په ډیرېدو حضور وینو. اوس افغانې میرمنې تر بل هر وخت په خپلو حقونو زیاتې خبرې دي او د خپلو هغو حقونو دفاع کوي  چې د اسلام د مبین دین په رڼا کې د هیواد اساسي قانون ورکړي دي. البته، دا تریخ حقیقت له پامه نه شو غورځولای چې افغانې میرمنې لا اوس هم په عملي ژوند کې له ډول ډول تبعیضونو او بې عدالیتو سره مخامخ دي او په دې برخه کې د اساسي قانون د غوښتنو له پوره تحقق څخه شاته پاتې یو. خو په دې کې شک نشته چې په ټول قوت سره د اساسي قانون د غوښتنو په لور په حرکت کې یو.

 نور نو هغه وخت تېر دی چې د تبعیضي فکرونو او ناپوهۍ په وجه یا د افغانستان د پرمختګ د دښمنانو د دسیسو په نتیجه کې افغانې ښځې یو ځل بیا د کار، تعلیم او اجمتاعي ژوند له انساني حقونو محرومې کړای شي او په دې ډول هم افغانستان او هم د افغانستان خلک جزا وویني.

 د افغانستان ټول خلک او په تیره بیا مېرمنې چې د جګړې د بدمرغیو ډیر بار د دوی په اوږو باندې پروت دی، د سولې روانو هڅو ته امیدونه لري. توقع ده چې دا هڅې به مثبته نتیجه ورکړي او د جنګ د ادامې پلویان به دې نتیجې ته ورسېږي چې د دوی خپل خیر او عزت هم په سوله کې دی. دایمي سوله هغه وخت راځي چې هیڅوک او په تیره بیا ښځې چې د ټولنې اکثریت تشکیلوي، له خپلو حقونو بې برخې نه شي. د ملي وحدت حکومت به د دایمي سولې له غوښتنې په هیڅ وجه لاس وانه خلي.

 د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت یو ځل بیا ټولو ته مبارکي وایم.

محمد اشرف غني،

د افغانستان د اسلامي جمهوریت رییس