پیام رئیس جمهور

بسم الله الرحمن الرحیم

د ښځو په خلاف د تشدد د امحا نړیوالې ورځې په مناسبت د جلالتمآب جمهور رییس پیغام

موږ په داسې حال کې د ښځو په خلاف د تشدد د امحا لپاره د مبارزې نړیواله ورځ لمانځو چې د جهل او جنګ له لاسه لا تر اوسه پورې په ټولنه کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی عام دی.

 که څه هم د اسلام مبین دین انسان اشرف المخلوقات بولي او که څه هم هیڅ انسان له بل انسانه زیات نه دی، مګر د تقوا په اساس، خو له دې سره سره زموږ په ټولنه کې لا تراوسه پورې ښځې د خشونت او بې عدالتي په اور کې سوځېږي. له وهلو او ټکولو رانیولې تر اجباري ودونو پورې، او د کار او تعلیم له حق څخه له محرومیته رانیولې د میراث د حق تر انکاره پورې، د ښځو په خلاف د خشونت مختلف ډولونه موجود دي چې مبارزه او مقابله ورسره پکار ده.

  موږ باید دا پوهاوی تر هر کوره پورې ورسوو چې که ښځې له خپلو انساني حقونو محرومې وي نو د ټولنې نیمکرغي، ترقي او سوکالي ممکنه نه ده.

 که څه هم جنګ او جهل په افغانستان کې د ښځو په خلاف د خشونت عمر اوږد کړی دی، خو له نیکه مرغه د خشونت په خلاف د قوانینو تصویب، د عام پوهاوي او سواد زیاتېدا او تر ټولو مهم زموږ اساسي قانون دا زمینه برابره کړې ده چې د ښځو انساني حقونو ته ورځ په ورځ ډیره توجه وشي.

  اوس چې د سولې لپاره هڅې مخ په ډیرو دي او دا امکان زیات شوی دی چې افغانستان د تحمیلي جګړې له شره وژغورل شي، د ښځو په حقونو باندې تاکید او د ښځو په خلاف له تشدد سره مبارزه تر بل هر وخت زیاته اړینه او مهمه ده. د ملي وحدت حکومت ژمن دی چې سولې ته د رسېدو په هڅو کې د ښځو په انساني حقونو باندې لا ډیر تاکید وکړي. په ټولنه کې دوامداره سوله د ښځو حقونو ته له توجه پرته ممکنه نه ده.

 په افغانستان کې د حکومت، منورینو، دیني علماوو، مدني ټولنې او د حق او انصاف د لارې د ټولو مبارزانو شریکه دنده ده چې له ښځو سره د خشونت او بې عدالتي تر ختیمدو پورې خپلو اسلامي او انساني هڅو ته دوام ورکړي.

            د افغانستان د اسلامي جمهوریت رییس، محمد اشرف غني